Homeخبرونهروسیه: سوریه کې د امریکا حضور د طبیعي زېرمو د غلا په...

روسیه: سوریه کې د امریکا حضور د طبیعي زېرمو د غلا په مانا دی

تاند (شنبه د میزان ۵) روسیې یو ځل بیا په سوریه کې د امریکا حضور غیر قانوني او د نفتو د غلا په مانا بللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي وشینین ویلي، دوی تر دې وړاندې هم ویلي وو او اوس یې ټینګار کوي چې په سوریه کې د امریکا حضور غیر قانوني دی.

سرګي وشینین په خپلو خبرو کې ویلي، چې په سوریه کې امریکا حضور نه یواځې یو غیر قانوني عمل دی، بلکې د یاد هېواد د طبیعي زېرمو په ځانګړې توګه د نفتو د غلا په مانا دی.

د نوموړي په وینا د سوریې  تر ټولو غني سیمه التنف دی چې هلته د امریکا حضور د منلو وړ خبره نه ده.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، دوی له بېلو ډیپلوماټیکو لارو له امریکا سره په دې برخه کې د اختلافاتو د حل هڅه کړې ده خو تر اوسه کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلي.

سرګي وشینین څرګنده کړې، د دمشق له توافق پرته په سوریه کې هر ډول نظامي حضور د امنیت شورا د ۲۲۵۴ قطعنامې او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...