سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeټولنیزخپل مخالف اتل څنګه مات کړو؟

خپل مخالف اتل څنګه مات کړو؟

ليکنه: يونس نګاه

ژباړه: حبیب وقار

که ټولنه هر څومره له رنځونو او جنجالونو ډکه او قطبي وي، اتلان پکې ډېر وي. اتل د جګړو بیرغ او د جنګي او سياسي هويت سمبول دی. له همدې کبله هر اتل لږ تر لږه دوې څېرې لري، يوه يې د دوستانو او بله يې د دښمنانو په لور ده. هغه سوپر سياسي اتلان چې د جګړې پر مهال شهرت پيداکوي، وژونکي دي او د خپل هېواد په بربادۍ کې يې برخه اخیستې ده. 

په جګړه بوخته ټولنه کې، سوله غوښتونکی کس نه اتل کېږي، بلکې هغوی چې د وژونکي او ويجاړوونکي ځواک د رهبرۍ توان لري او کولای شي مخالفين يې په وينو ولړي يا يې هم د ژوند او سیاست له صحنې وباسي، سوپر اتل کېږي. په دې تعريف کې ګلبدين، نجيب، مزاري، مسعود، دوستم او ملاعمر ټول اتلان دي. دوی هر یو د خپلو دښمنانو په وژلو او تر خپل تر امر لاندې وژونکو ځواکونو په رهبرۍ کې ښه ځلېدلي وو.

نجيب هغو خبرو چې د خپل حکومت د پای په دوو کلونو کې يې کړې وې اتل کړی نه و، بلکې د خاد رياست، او د خپل دروند سوک په زور چې د خپلو نظامي او سياسي مخالفينو خولې يې پرې ماتولې، هغه اتل کړی و. که نجيب پوليګونونه نه رهبري کولای، زندانونه يې ډک او تش کولای نه شوای، هديرې يې په له وينو سرو جسدونو نه ډکولای، هېڅ کله هم هغې ځای ته نه رسېده چې د سولې په اړه دومره مشهورې ويناوې وکړي. مخکې تر دې چې هغه د زېړو مايکونو تر شا کښېني، ډېرې سرې لارې يې وهلې وې.

اتلان له شخړو ژوند اخلی، وده به وکړي او خلک به د دې له پاره چې مورچلونه بې سرتېرو نشي، شعارونه به يې هيجان ولري او چې د شخړو د تنور له پاره يې خاشاک کم نشي له شرایطو سره سم به، د ځان له پاره له هديرو اتلان را وباسي. تر هغې چې سوله او ارامي پراخه، عامه او هر اړخيزه نشي، هېڅ اتل به ورک نشي. ټول به د سوپر اتلانو په ډول ژوندي پاتې شي. ان تر دې چې که ملت له منځه لاړ شي، هېواد تجزيه شي، د افغانستان نوم د نفاق او دښمنۍ له کبله د نړۍ له نقشې حذف شي، له موږ به په سلګونه کلونه وروسته هم، زموږ د ډېرو اتلانو عسکونه زموږ د کډوالو او بې وطنه اولادونو د کورونو او دفترونو ښايست وي. که فرض کړو زموږ اتل پالې کرښې په رښتيا کار تر هغې ځايه ورسوی چې بل صف پاتې نشي، کېدای شي زموږ لمسيان، فارسي، پښتو، ازبيکي، بلوڅي او د خپلو پلرونو نورې مورنۍ ژبې هېرې کړي خو د خپلو جنګي پلرونو اتلان به يې تر کلونو پورې په اردو، انګرېزي او روسي ژبو تکرار کړي.

د يو بل د اتل د ماتولو له پاره مه لاس په ماشه کېږئ. هغوی په جګړې سره نه ماتېږي. که موږ د هغوی د ماتې هڅه کوو هغوی نور هم پياوړي کېږي. که په رښتيا هم غواړئ د خپلې مخالفې ډلې د اتل له شره خلاص شئ، اولادونه يې ښوونځي ته ولېږئ، مېرمنې يې د کور له زندانه خلاصې کړئ، سړک او کلينيک ورته جوړ کړئ چې نوي نسلونه يې کار کول، ډوډۍ خوړل، فکر کول او تفريح ته تلل زده کړي. هغه وخت به دغه اتلان د دوړی په څېر هوا ته والوزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب