یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد هرات ولایت ۴۶ تنه امنیتي منسوبین له دندو ګوښه شول

د هرات ولایت ۴۶ تنه امنیتي منسوبین له دندو ګوښه شول

تاند (شنبه د میزان ۵) په هرات کې د ناامنیو زیاتېدو له امله له ۴۰ زیات امنیتي منسوبین له دندو ګوښه شول.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین عبدالصبور قانع او ورسره پلاوي د ولسمشر غني په امر د تېرې پنجشنبې په ورځ هرات ولایت ته د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه سفر کړی دی.

نوموړي نن په خپلو خبرو کې ویلي، چې د ارزونې لومړۍ مرحله بشپړه شوې او د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د کشف برخې د ځينو مدیرانو او آمرانو په ګډون یې ۴۶ امنیتي منسوبین له دندو ګوښه کړي دي.

ښاغلي قانع له وظیفې څخه د یادو کسانو د ګوښه کېدو لامل وظیفوي غفلت او په فساد کې لاس لرل یاد کړي دي.

قانع د یادو کسانو د لرې کېدو ترڅنګ د پولیسو ۱۲ چارواکي او مسوولان هم د ښه کار له کبله ستایلي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین عبدالصبور قانع د معلوماتو له مخې د هرات ښار د نظم کنټرول، د تښتونو پېښو، غلاوو، هدفي وژنو او نورو جرمي پېښو د مخنیوي لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې او زیاته کړې یې ده چې په دې سره به هرات کې امنیتي وضعیت ښه شي.

په ورته مهال د هرات والي سید وحید قتالي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحات د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي که هر چا په خپل کار کې بې‌غوري وکړه له دندې به لرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات اوسېدونکي د ناامنیو له ډېروالي شکایت کوي او د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو پر چلند نیوکې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب