Homeخبرونهد خدیجې الهام ورور او ساتونکو یې کاپیسا کې پر دوو ښځو...

د خدیجې الهام ورور او ساتونکو یې کاپیسا کې پر دوو ښځو جنسي تیری کړی

تاند (شنبه د میزان ۵) په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو د یوې استازې یوولس ساتونکو او ورور یې په دغه ولایت کې پر دوو ښځو ډله‌ييز جنسي تېری کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې د کاپیسا د خلکو وکیلې خدیجې الهام ۱۱ ساتونکو او ورور یې تېره ورځ ناوخته په هغو دوو ښځو جنسي تیری کړی چې دغه ولایت ته په چکر تللې وې.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یوه ښځه د کاپیسا اوسېدونکې ده او بله له کابل څخه دغه ولایت ته د چکر په موخه ورغلې ده.

دا پيښه تیره شپه د دغه ولایت دوهمې حصې ولسوالۍ کې شوې او عاملین یې له سیمې تښتیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې وسله والو دا مېرمنې تر جنسي تېري وروسته د شپې له کوره ایستلي چې اوسمهال له پولیسو سره دی.

پولیسو په دې پېښه کې د تورنو کسانو د نیولو هڅې پیل کړي دي.

بلخوا د کاپيسا د ښځو چارو ریاست یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې پولیسو ددې پېښې په تړاو شپږ وسله وال کسان نیولي دي.

خدیجې الهام بیا په دې پېښه کې د خپل ورور او ساتونکو لاس لرل رد کړي او دا کار یې ددې د فعالیتونو پر وړاندې د خپلو سیاسي رقیبانو جوړه شوې دسیسه بللې ده.

1 COMMENT

  1. مجرمین به اوس په یاغستان یا پنجشیر کې د مشهور زناکار کرام الدین ترڅنګ آرامه ناست وی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...