دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهجواد عثماني: د هېواد په داخل کې دې د درملو تولید ته...

جواد عثماني: د هېواد په داخل کې دې د درملو تولید ته زمینه برابره شي

تاند (شنبه د میزان ۵) د عامې روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني وايي، هر کال افغانستان ته له بهر څخه له ۴۰۰ تر ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت درمل واردېږي.

نوموړي نن په کابل کې د فارمسست نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته د درملو واردېدو هېواد ته ستره اقتصادي ضربه اړولې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې د هېواد په داخل کې دې د درملو تولید ته زمینه برابره شي.

د هغه په خبره د درملو کمښت او په بیه کې یې د توازن نشتوالی عمده ستونزې دي.

جواد عثماني د درملو په نمایندګیو او د درملتونونو پر خاوندانو غږ کړی چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر په داسې مهال دا څرګندونې کړي چې عام خلک هم د درملو په کم کیفیت او دغه راز په وخت سره خلکو ته د روغتیايي خدماتو له نه رسېدو شکایت کوي او له حکومت څخه په دې برخه کې د ډېرې توجه غوښتونکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب