پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeخبرونهد پروني ځانمرګي برید مسوولیت منل؛ د داعش د خطرونو په اړه...

د پروني ځانمرګي برید مسوولیت منل؛ د داعش د خطرونو په اړه اندیښنې زیاتې شوي

تاند:( سې شنبه، د حمل ۸ )  داعش ډلې په تیرو درېیو میاشتو کښې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت ته څېرمه د دویم ځانمرګي برید مسئولیت په غاړه واخیست.

د دغي ډلې یوې رسنیزې سرچینې ادعا کړې، چې د کابل د پروني دغه برید پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ۲۰ کارکوونکي وژل شوي، خو د کابل ایمرجنسي روغتون له دغه ځانمرګي برید څو دقیقې وروسته اعلان وکړ، چې د یوه ماشوم په ګډون ۲ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

نورو سرچینو بیا د لږ تر لږه ۶ تنو وژل کیدل تایید کړل.

ځینې سرچینې چې د طالبانو له وېرې نه شي کولای خپل نومونه واخلي، د مرګ ژوبلې ارقام د ۶ تنو له تلفاتو هم زیات بولي او وایي ټپيان هم تر څو تنو، چې طالبان یې ادعا کوي، زیات دي.

د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې دوی داعش ډله ختمه کړې، خو دا ډله خپل غچ له ملکیانو اخلي.

  د داعش ډلې د نابودولو له ادعاوو سره لا هم د دې ډلې بریدونه دوام لري.

په وروستیو ورځو کې، ځینې هېوادونه او په سر کې یې امریکا له افغانستان څخه د داعش ډلې د فعالیتونو د پراختیا اندیښنه څرګندوي، خو طالب ویاندویان داسې څرګندونې داعش ډلې ته تبلیغات بولي.

ځینې امنیتي شنونکي بیا وایي، چې داعش ډلې طالبانو سره د ډېرو مشابهتونو او مخکینیو ګډو اهدافو او مشارکت په اساس د دوی په منځ کې نفوذ کړی او له دې نفوذ څخه په استفادې یې د کابل ښار په زړه کې هم د بریدونو فرصت پيدا کړی.

دغې ډلې څه موده مخکې په بلخ ولایت مقام کې له ځانمرګي برید سره د طالبانو والي او یو شمېر نور کسان ووژل او هم یې مخکې په کابل کې د مختلفو هېوادونو د سفارتونو خلاف بریدونه وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب