جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد امریکا کانګریس له افغانستان څخه د وتو په اړه د بهرنیو...

د امریکا کانګریس له افغانستان څخه د وتو په اړه د بهرنیو چارو وزیر احضاروي

تاند:( سې شنبه، د حمل ۸ ) د امریکا د کانګریس غړو په اکثریت رایو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د احضارولو پریکړه وکړه.

هغه به پوښتل کیږي چې ولې د استازو په باور واکمن امریکایي حکومت له افغانستانه په نا مسوولانه ډول سرتېري وویستل او په افغانستان کې د دوه لسیزو لاسته راوړنې یې نابودې او د امریکا او متحدینو ګټو ته یې هلته د طالبانو له بیا واکمنیدو سره خطر پېښ کړ.

د امریکایي استازو په وینا، بلینکن یې څو ځله په نرمه لهجه دوی سره په دې اړه د اطلاعاتو شریکولو ته بللی و، خو هغه له حاضریدو او قانع کوونکي ځواب ویلو ډډه کړې وه.

له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د ژر وتو پریکړه، چې د ۲۰۲۰ په اګسټ کې عملي شوه، د امریکا په پراخه مرسته په دغه هېواد کې د جوړ شوي شل کلن جمهوري نظام د پرځیدو اصلي لامل ګڼل کیږي.

معلومه نه ده، چې بلینکن نه به استازي څه ډول پوښتنې وکړي او هغه به څه ډول ځوابونه ورکړي.

یو شمېر شنونکي په دې اړه بحثونه د امریکا له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره تړي او ګومان کوي، چې دغه بحثونه به د طالبانو رژیم سره د امریکا د اوسني حکومت پر راتلونکو تعاملاتو ژور اغېز ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب