جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد مولوي کبیر ادعا؛ ټول شموله نظام مو رامنځته کړی

د مولوي کبیر ادعا؛ ټول شموله نظام مو رامنځته کړی

تاند:( سې شنبه، د حمل ۸ ) د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په یوه غونډه کې ادعا کړې، چې دوی په افغانستان کې ټول شموله او د ټولو قومونو هېنداره نظام رامنځته کړی.

هغه د بامیان له یو شمېر خلکو سره په سپیدار ماڼۍ کې جوړې شوې غونډې ته دا هم ویلي، چې دوی په افغانستان کې ملي یووالی تامین کړی.

د مولوي کبیر دفتر د نوموړي دغه ادعاوې په دې ډول نقل کړي:(( اسلامي امارت همه شموله نظام او افغانستان د قومي تنوع هېنداره ده چې ټول هېوادوال پکې ځان ویني. نوموړي وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره ملي یووالی تامین او هیچاته په افغانستان کې د قومي، سمتي او ژبنیو تعصباتو د راپارولو اجازه نشته.))

طالبانو ویلي، چې په دې غونډه کې د بامیان اوسیدونکو د دوی د رژیم ملاتړ کړی او پکې د خپلو ځوانانو د ګومارنې غوښتونکي شوي.

طالبانو مخکې هم ورته ادعاوې کړي، چې خلکو بې بنسټه او غولوونکي ګڼلي او ویلي، چې د طالبانو رژیم لږ ترلږه د ملایانو د قشر استازی هم نه دی، ځکه له جوماتونو د طالبانو له ډلې د باندې ملایان له دندو ایسته شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب