جمعه, اپریل 26, 2024
Home+خدمتگاران په زندان کې، قاتلین او خایٔنان په گلستان کې

خدمتگاران په زندان کې، قاتلین او خایٔنان په گلستان کې

پوهندوی آصف بهاند

دا د رڼا او تیارې جگړه ده، د ښونځي جوړونکو او ښونځي سوزونکو تقابل دی. د قلملار ټولنې مشر مطیع الله ویسا باید په گلستان کې وای، نه په زندان کې.

«راځۍ تعلیمي انقلاب راولو،

د هیواد د ټولو ستونزو د حل لاره یوازی تعلیم دی،

راځئ هر افغان ماشوم د ښوونځي خاوند کړو، ترڅو د هیواد او ولس آینده وژغورو.»

(مطیع الله ویسا)

د ۲۰۲۱ ام میلادي کال د اگست په نیمايي کې د یو سیاسي  ــ نظامي بدلون په راتگ سره طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړ او خپلو موخو د رسېدو په غرض یې خپل پروگرامونه پیل کړل. د دوی له پرېکړو او پروگرامونو سره د افغانستان په هره څنډه کې او په بهر کې مخالفتونه او انتقادونه پیل شول، دوی د خلکو د خولو د پټولو لپاره پء هر انتقاد او غږ باندې، د شرعي قوانینو پرده وغوړوله او تر نن پورې خپلې پالیسۍ ته په پټه او ښکاره دوام ورکوي.

د تېر حکومت غله، فاتلین او هغه ښکاره مفسدین چې ټوله نړۍ کې یې خیانتونه ښکاره او ثبت دي، په درناوي سره آزاد کړل؛ خو تیټ پوړي افراد لکه عادی سرتېري او صاحبمنصبان  او هغه مدنی فعالان چې نه له سیاست سره کار لري او نه له نظاني چارو سره، نیسي، شکنجه کوي یې او له نامالوم برخلیک سره یې مخ کوي.

نن (۲۸/۰۳/۲۰۲۳) میډیا خبر ورکوي چې د تعلیم د برخې سرسپارلی سرتېری او قهرمان، د قلملار ټولنې مشر مطیع الله ویسا یې توقیف کړی دی.

تاند نن ولیکل چې: «طالبانو د ښوونیزو هڅو مخکښ فعال مطیع الله ویسا نیولی»

په دې هکله د تاند په رپوټ داسې راغلي دي:

« تاند:( سې شنبه، د حمل ۸) راپورونه وایي، چې د طالبانو د رژیم ځواکونو د افغانستان د تعلیمي هڅو یو مخکښ فعال مطیع الله ویسا نیولی.

د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې، ښاغلی ویسا د دوشنبې په ورځ کابل کې نیول شوی.

ویسا د کندهار اوسیدونکی دی، چې له ډېرو کلونو راهیسې یې د قلم لار په نوم یوه ټولنه جوړه کړې او د ښوونیزو هڅو د پراختیا لپاره مبارزه کوي.

هغه د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې هم دغه هڅې ترسره کولې او زیات تمرکز یې د نا امنۍ له امله له ښوونیزو فعالیتونو پر محرومو سیمو و.

ویسا په وروستیو کې د افغانستان له ډېرو کلیوالو سیمو، چې طالبان او بهرني پلویان یې پکې د نجونو له زده کړو سره د ولسي مخالفت ادعاوې کوي، د خلکو غږ منعکسوه، چې د نجونو د تړلو ښوونځیو بیرته پرانیستل یې غوښتل.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د نوموړي نیونه او د طالبانو ورته داسې عملونه غندلي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ د کابل په لویدیز کې طالبانو د نجونو د زده کړو د بیرته پيل په ننګه د ښځو د یوه ځپل شوي لاریون ۳ فعالانې هم نیولې وې او د نړیوالو فشارونو له امله یې پرون بیرته خوشې کړې.»

دغه راز د بي بي سي پښتو په یوه تازه رپوټ کې د مطیع الله ویسا د نیولو

په باب داسې راغلي دي:

«طالبانو د زدکړو برخې فعال او د ‘قلم لار’ ټولنې مشر مطیع الله ویسا کابل کې نیولی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیتي ادارو د ښوونې د برخې د یوه فعال بنسټ ‘قلم لار’ مشر مطیع الله ویسا په کابل کې نیولی او نامالوم ځای ته وړی دی.

مطیع الله ویسا چې د جمهوریت له مهاله د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د تړلیو ښوونځیو د پرانیستو، د زدکړو په برخه کې د عامې پوهاوي ډېرېدو او پر اړمنو کسانو د کتابونو او لیک لوست اړوند توکو د وېشلو برخو کې فعال و، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو د تړلیو ښوونځیو د بېرته پرانیستو لپاره هم مدني فعالیت کاوه.

د ښاغلي ویسا ورور عطاالله ویسا چې دی هم د قلم لار مدني ټولنې یو فعال دی، بي بي سي ته وویل، ورور یې د طالبانو حکومت امنیتي کسانو د کابل ښار له پنځمې امنیتي حوزې له ځان سره بېولی، خو د ځایځایګي او نیول کېدو د لامل په اړه یې چا دوی ته مالومات نه دي ور کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیتي ادارو بي بي سي ته منلې چې مطیع الله ویسا یې دوشنبه ناوخته له کابل ښاره له ځان سره وړی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ور کړي.

افغانستان کې په کور دننه او بهر د خواله رسنیو ګڼو کارنو د ښاغلي ویسا د ژر خوشې کېدو غږ پورته کړی دی.

په دې لړ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر ریچارډ بېنټ هم پر خپل ټویټر لیکلي چې د مطیع الله ویسا نیول کېدو هېښ کړی دي.

ښاغلي بېنټ زیات کړې چې د قلم لار ټولنې مشر خوندیتوب تر هر څه مهم دی او دا چې د ټولو قانوني حقونو درناوی یې باید وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د ښاغلي ویسا د نیول کېدو د یادونې ترڅنګ پر خپل ټویټر لیکلي چې “یوه اونۍ وړاندې په هلمند کې د بشري حقونو فعال نورایل کلیوال ونیول شو او لا هم په بند کې دی. دا ډول خپلسرې نیونې باید ودرول شي.”

ښاغلي ویسا د افغانستان د ګڼو ولایتونو لرې پرتو سیمو ته له خپلو داوطلبو ملګرو سره یو ځای سفرونه کول او ځايي خلکو ته یې د تعلیم د اړتیا او نورو بنسټیزو حقونو په برخه کې عامه پوهاوی ور کاوه…»

ټول ولس او ټولو نړیوالو ته مالومه ده چې د مطیع الله ویسا د فعالیتونو موخه څه ده. ده یو ځل په ډېرو لنډو جملو کې خپل هدف داسې څرگند کړی و:

«راځۍ تعلیمي انقلاب راولو،

د هیواد د ټولو ستونزو د حل لاره یوازی تعلیم دی،

راځئ هر افغان ماشوم د ښوونځي خاوند کړو، ترڅو د هیواد او ولس آینده وژغورو.»

کتاب ویشل، د کتابتونونو جوړول، د ښوونځي زدکونکو ته د قرطاسیه او بکسې رسول، هغو ته د زدکړو زمینه برابرول او تر ټولو ستر ارمان دا چې د ټول افغانستان باسواده کېدل، د دې کارونو کوم ځای منفي اړخ او منفي پاینټ لري چې دی زندان ته لېـږل کېـږي؟

د مطیع الله ویسا نیول او نامالوم ځای ته یې وړل دا ثابتوي چې دلته پوهې، تعلیم، کار او پرمختگ سره هېڅ لېوالتیا نه شته.

افغان فزیکپوه او د ښوونې روزنې د نهضت کلک پلوي او عملي کار کونکی استاد محمد تنها د ویسا ورونو د فعالیتونو په باب پخوا داسې لیکلي وو:

«د مطیع الله ویسا او اُستاد صابر حسیني دې په ډېرو هغو پوهاندانو، پروفیسورانو، ډاکټرانو،  انجینیرانو، جنرالانو چارواکو او زورواکو بلاګۍ ګرده ورده وګرځي چې یواځې د خپلو شخصي ګټو لپاره هرڅه ته بېځایه هوا ورکوئ او بیا ځان هم په خلکو واجب الاحترام بولي.

رب دې ویساګان او حُسینیان په دې خاوره ډېر کړي. آمین»

ما پخوا تر دې هم د قلملار ټولنې، د دې ټولنې د مشر  مطیع الله ویسا او د ده د فعالیتونو په باب گڼې مقالې لیکلې او خپرې کړې دي، مینوال کولای شي په لاندې پتو کې یادې مقالې ولولي:

بهاند آصف، د تعلیم ډیوه او د نوي نسل روزنه، خپرونکی: افغان جرمن پورتال، ۲۰۱۹ کال، ۱۶۸  ــ ۱۹۰ مخونه.

کتاب په لاندې لینک کې ترلاسه کېدای شي:

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_de_talim_dewa_ketab6.pdf

بهاند آصف، ژوندي یادونه، لومړی ټوک، خپرونکی: افغان جرمن پورتال، ۰۲۰ ام عیسوي کا ل، ۲۵۳ ــ ۲۸۶ مخونه.

کتاب په لاندې لینک کې ترلاسه کېدای شي:

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_zwandy_yadoona_ketab11.pdf

دا خبره ما تل کړې ده او اوس یې بیا تکراروم:

زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي. که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي، د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ!

د معارف په برخه کې د مطیع الله ویسا او د قلملار ټولنې د فعالیتونو یوه موخه هم همدغه پاسني اصل ته کار کول دي او دا د نوي نسل په روزلو او د وطن په ابادۍ کې هغه بنسټیز عمل دی چې مطیع الله ویسا تل کار ورته کړی دی، دی نو اوس د څه په وجه توقیف او زندان ته لېـږدول کېـږي؟

د بي بي سي په پاسني یاد رپوټ کې د مطیع الله ویسا لنډه پېژندنه راوړل شوې او د ځینو مدني فرهنگي فعالیتونو یادونه یې شوې ده چې زه یې دلته رااخلم:

«مطیع الله ویسا څومره پېژنئ؟

مطیع الله ویسا شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د یوه ښوونکي په کور کې زېږېدلی.

نوموړي په کوچنیوالي کې تر هغې وروسته چې ښوونځی یې په کورنیو جګړو کې سوځېدلی، پتېیلې وه چې د ماشومانو د زدکړو حق لپاره به مبارزه کوي.

هغه او ملګرو یې تر اوسه په لېرې پرتو سیمو کې ۵۲ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستي او ۱۸ کتابتونونه یې جوړ کړي دي.

هغه همدارنګه د افغانستان په لېرې پرتو کلیو او بانډو کې د لویانو د باسواده کېدو او لیک لوست لپاره د موټر سایکل ګرځنده کتابتون هم جوړ کړی و چې د کتاب لوست د دود عامونې ترڅنګ یې ځايي خلکو ته د زدکړو برخه کې عامه پوهاوی هم ور کاوه.

مطیع الله ویسا به د افغانستان لېرې پرتو سیمو کې د ښوونیز کمپاین پر مهال د هغه ځای له مشرانو سره د زدکړو د اهمیت په تړاو خبرې کولې.

هغه به همدا راز ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې راټولولې، کتابونه او د لیک لوست نور اړین توکي به یې پرې وېشل او په پای کې به یې د هغوی د هڅونې لپاره پخپله کتاب هم ورته لوست.

د قلم لار ټولنې له ۲۰۰۹ کاله تر دا وروستیو د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې پر ماشومانو او لویانو ۱۳۰ زره راټول کړي د بېلابېلې محتوا لرونکي کتابونه وېشلي او په کندهار او اروزګان ولایتونو کې یې د کمپیوټر زدکړې درې مرکزونه هم جوړ کړي دي.

د دغې ټولنې مشر مطیع الله ویسا چې اوس د طالبانو حکومت له خوا په نیول شوی، پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنېدو وروسته د افغانستان د ۲۰ ولایتونو بېلابېلو ولسوالیو ته ښوونیز کمپاین لپاره سفرونه کړي دي.»

د مطیع الله ویسا په نیولو سره، د افغانستان روڼاندي او په خبره پوه خلک سخت خوابدي شول او دا کار یې نه یوازې وغانده، بلکې د علمي او رغنده پیامونو په خپرولو سره یې د مطیع الله ویسا د ژر ازادولو غوښتنه وکړه.

دلته به د فرهنگیانو او قلموالو د غبرگون دوې بېلگې راواخلم:

فضل حق صفي:

«دا مطیع الله ویسا صاحب نومیږي!

 دومره صادقه ، مؤمن خدای راستکاره او زړه سوانده او د یوه پاچاهي سړی دی چی توبه ، په مجلس یی ولاکه څوک موړ سی، دومره د شه فکر ،شه استعداد او د وطني مینی او  احساس خاوند دی چی ټول ملت شاهد دی.

 د يوه نخود  قدر یی هیچاته تکليف نه دی رسولی بغیر له خیر څخه ، اما خپله یی ډیر تکلیفونه زحمتونه خواری لیدلی دی ، زړه یی له یو عالم ګیلو ډک دی. چی څومره دردونه په زړه کې لری ، له نږدی ورڅخه پوښتنه وکړي بیا دده احساس پوه، استعداد نوښت درته معلومیږی. فقط دومره ګناهکاره دی چی خپل زوریدلی ولس ته د علم او پوهې په رڼا کی عامه پوهاوی او د دوی اسلامی ، انسانی ،بشري ژوند حقوق ترلاسه کولو په خاطر د قلم لار سرلاری وو او د ورسته پاتې ټولنوو د تعلیم او پوهی ظرفيت لوړولو په خاطر او الهی ورکړی، وطنی مینی او ماشومتوب کی دده د مکتب د دروازو د اور هغه ترخه تجربه چی د لیدلی ده، د احساس له مخې دا هغه څه دی چی  نوموړي دی ته لیواله کړ ترڅو په اینده کی د دا ډول ظلم مخه ونیول سی، دا څوارلس کاله مبارزه وکړله ترڅو هر فرد نارینه او ښځینه د علم او پوهی څخه برخمن کړی .

ددی الهې خدمتګار او دالله تعالی د رضا په خاطر کړی خدمتونو په نتیجه کی نن دادی دوهمه ورځ ده په يو نامعلوم برخليک اخته دې .

الهی !

ته یې ساتندویه او مددګار شی

ته یې روغ رمټ خپل کور ته، سلامت راولی ‌

آمین

#releasematiullahwesasoon

#matiullahwesa

اجمل تورمان:

«مطيع الله ويسا له نېږدې يوې نيمې لسيزې راهيسې د علم او پوهې د خپرولو په برخه کې کار کوي٠

د هغه په هڅو ډيرى ماشومان مکتبيان شول او ليک، لوست يې زده کړ، په ځانګړي ډول په پښتنو سيمو کې يې د کار اغيز ډېر محسوس دى٠

ويسا دې خوشې شي، هغه سره ټوپک نشته، قلم يې په لاس کې دى!»

د افغانستان د قلموالو او مدني فعالانو تر څنگ، د ملګرو ملتونو دفتر یوناما هم له طالبانو غوښتي دي چې د هغه د نیولو دلیل او د ساتلو ځای معلوم کړي. یوناما په خپل وروستي پیام کې ویلي دی چې:

«یوناما له واکمنو غواړي چې د هغه ځای ځایګی مالوم کړي، د نېولو دلیل یې په ډاګه کړي او دا ډاډمنه کړي چې کورنۍ سره اړیکه او قانوني وکیل ته لاسرسی ولري.»

ریښتیني قهرمانان هغه نه دي چې په ژوند او مړینې یې خلک زورولي، په تیارو کې یې ساتلي او په قبرونو یې پنځه سوه میلیونه ډلره مصرف شوي وي؛ ریښتینی قهرمان عطا الله ویسا دی چې په خپل لگښت یې د وطن د نوي نسل د روزلو لپاره دومره کارونه ترسره کړي دي چې په لیکلو او ثبتولو یې قلم او لیکوال ستړی کېـږي.

مطیع الله ویسا د خلکو پوهول، د نوي نسل روزل او د افغانستان ابادول غواړي. دا په سپېرو خاورو کې مطیع الله ویسا ته ناست کوچنیان یې د کورنۍ غړي نه، بلکې د افغانستان راتلونکې ده چې دی غواړي باسواده او تعلیم یافته شي. مطیع الله ویسا د رڼا او تبارې د جگړې هغه سرتیری دی چې کوراکو رڼا خپروي د ده ځای زندان نه، بلکې د ښوونځیو او پو هنتونون ټولگي او کتابتونونه دي.

لطفاً مطیع الله ویسا ازاد کـړئ،

پرېـږدئ چې هغه خپل وطني

او انساني مسؤلیتونه

ترسره کړي!

1 COMMENT

  1. تر څو چې دا‌ډیر مخی دین وي ټولنه مخته نشي تلی ادین اپیوم ډی او د ټولنې غټ سرطان مرض دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب