شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد ویسا پر کور د طالبانو ورتګ؛ د دوی تورونه او غبرګونونه

د ویسا پر کور د طالبانو ورتګ؛ د دوی تورونه او غبرګونونه

تاند:( سې شنبه، د حمل ۸ )  د قلم لار تعلیمي ټولنې د مشر مطیع الله ویسا ورور عطا الله ویسا ویلي، چې د طالبانو ځواکونو یې په کابل کې پر کور ورغلي او د دوو وروڼو د نیولو ترڅنګ یې مور ته ستغې خبرې کړي او د کورنۍ د کتابتون ګډوډلو ترڅنګ یې د مطیع الله ویسا موبایلونه ورسره وړي دي.

عطا الله ویسا، چې په تعلیمي فعالیتونو کې د طالبانو له لوري خپل بندي شوي ورور سره ملګری و او په  افغانستان کې دی، وایي طالبان د ده د نیولو لپاره هم لاس په کار شوي.

نوموړي په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د ویډیو ګانو له خپرولو سره یې دا ادعاوې کړي دي.

د طالبانو ویاندویانو رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه مقام یې مولوي عبدالحق حماد تور پورې کړی، چې مطیع الله ویسا د طالبانو خلاف خلک پارول او شکمنې کړنې یې کولې.

حماد خپل تورونه نه دي روښانه کړي، خو اشاره یې ښایي د ویسا هغو هڅو ته وه، چې خلک یې د زده کړو دوام او د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو لپاره غږ پورته کولو ته هڅول.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او په دغه هېواد کې یې پر افغان سفارت واکمن ډاکټر نعیم وردګ بیا مخامخ پر مطیع الله ویسا د افغانستان د ارزښتونو او لوړو ګټو د دښمنۍ تور پورې کړی.

هغه لیکلي: ((حکومت مسؤلیت او صلاحیت لري تر څو هغه اشخاص چې د ارزښتونو او علیا ګټو خلاف په ټولنه کې فعالیت کوي او ځوان نسلونه را پاروي، ونیسي، پوښتنې تري وکړي او قضایي ارګانونو ته یې وسپاري.))

 نعیم وردګ په دې اړه د نړیوالو سازمانونو غبرګونونه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې او مخالفت یې ورسره کړی.

په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه افغانانو او دغه راز د افغانستان په اړه د نړیوالو بنسټونو او دیپلوماتیکو استازو د طالبانو له لوري د مطیع الله ویسا او د وروڼو نیول یې غندلي او طالبان یې د بشري حقونو په نقض، د استبداد پر لور د لا نیږدې کیدو او د پوهې او روښنایۍ په دښمنۍ تورن کړي.

خلکو د ویسا د ژر او بې قیدو شرطه خوشې کیدو لپاره کمپاینونه پيل کړي او طالبان یې د داسې ګامونو له امله د ژر پرځیدو پر لور روان ګڼلي.

افغان لیکوال او شنونکي عصمت قانع لیکلي:(( مطيع الله ويسا په دې ښکنځي چې له کفارو سره يې کتلي دي خو په خپله هرکاپير ته دګډکار غومبر وهې. له کفارو په هفته کې څلويښت مليونه کاپير ډالرونه اخلی که ورته ووايې چې داولي؟نودرته وايې حکومت يم .که ترې وپوښتي چې حکومتونه خو ملي بنسټونه او مدني تاسيسات لري درته وايې به کفر ته ووتې.))

د ویسا د کورنۍ غړي وايي چې نوموړی پرون د دوشنبې په ورځ کابل کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی.

ویسا د کندهار اوسیدونکی دی، چې له ډېرو کلونو راهیسې یې د قلم لار په نوم یوه ټولنه جوړه کړې او د ښوونیزو هڅو د پراختیا لپاره مبارزه کوي.

هغه د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې هم دغه هڅې ترسره کولې او زیات تمرکز یې د نا امنۍ له امله له ښوونیزو فعالیتونو پر محرومو سیمو و.

ویسا په وروستیو کې د افغانستان له ډېرو کلیوالو سیمو، چې طالبان او بهرني پلویان یې پکې د نجونو له زده کړو سره د ولسي مخالفت ادعاوې کوي، د خلکو غږ منعکسوه، چې د نجونو د تړلو ښوونځیو بیرته پرانیستل یې غوښتل.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د نوموړي نیونه او د طالبانو ورته داسې عملونه غندلي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ د کابل په لویدیز کې طالبانو د نجونو د زده کړو د بیرته پيل په ننګه د ښځو د یوه ځپل شوي لاریون ۳ فعالانې هم نیولې وې او د نړیوالو فشارونو له امله یې پرون بیرته خوشې کړې.

1 COMMENT

  1. وردګ خانه ستا حکومت نه کوم ارزس لرې او نه دی کوم ملت نماینده کی کوی ستا حکومت دی ظلم او ناروا حکومت ده او په یو ملت ناروا حاکمیت کوی که خدای کول له دی ظلم سره به ډیر زر ذوال شی چی دا زل به ستا معنوی پلار ملا دیزلی هم تا نه قبلوی او بیا به دی خلکو دروازی هم دی خیرات ډوډی لپاره نشی ټکولی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب