جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونه"FAO" نړۍ ته؛ افغانستان په بېساري ناورین کې یوازې مه پریږدئ

“FAO” نړۍ ته؛ افغانستان په بېساري ناورین کې یوازې مه پریږدئ

تاند:( چارشنبه، د حمل ۹ )  د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان “FAO” خبرداری ورکړی، چې که په راتلونکو ورځو کې بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، ۹ میلیونه وګړي به لوږې سره مخ شي.

د دغه سازمان مشر ډیویډ بسلیم پر خپل ټویټر لیکلي دي: «نړۍ نشي کولای د یوه بې بېساري ناورین پر مهال افغانانو ته شا کړي او یوازې یې پریږدي.»

تر دې مخکې د افغانستان د مرستو د همغږۍ ادارې اوچا (OCHA) په یوه ټوېټ کې ویلي و چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلکو ته بشري مرستې لومړیتوب لري، خو له دغو کسانو سره یوازې هغه مهال مرسته کېدای شي چې کافي بودیجه موجود وي.

 OCHA افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنې ته ځواب ووايي.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) او نور راپورونه په افغانستان کې د بېکارۍ او بې وزلۍ د زیاتوالي خبر ورکوي او نړیوال او لویدیځ سازمانونه دغه احصایې تاییدوي، خو له دې سره د طالبانو د رژیم افراطي پریکړې او ضدونه له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د محدودیدو او نه تعامل اصلي لاملونه ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب