جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزي د نجونو د زده کړو په اړه د طالب مشرانو...

عباس ستانکزي د نجونو د زده کړو په اړه د طالب مشرانو وېشل کیدل افشا کړل

تاند:( چار شنبه، د حمل ۹ )   د طالبانو د بهرنیو چارو وزات سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال د نجونو د زده کړو پر سر د طالب مشرانو د وېشل کیدو خبره تایید کړې ده.

نوموړي په یوه رسنیز شوي ویډیو کلیپ کې ویلي: باید د “علم دروازې” د ښځو په ګډون د هېچا پر مخ و نه تړل شي.

ستانکزي د متحده عربي اماراتو په دبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ څخه د لیدنې پر مهال وویل: “په علم کې د دیني او دنیاوي علم تر منځ توپیر نه شته، ټول همدا یو علم دی چې د دین د تقویې لپاره هم اړین دی.”

  ستانکزی وايي، “دی او ملګري یې هڅه کوي” چې د نجونو او هلکانو پر مخ د زدکړو دروازې پرانیستل شي.

هغه ونه ویل، چې له « ملګرو» څخه یې هدف څوک دي، خو څارونکي باور لري چې د طالبانو د قطر دفتر غړي، د دوی د دفاع او کورنیو چارو وزیران له خپل مشر ملا هبت الله سره د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله اختلاف لري.

مخکې ستانکزي او سراج الدین حقاني په دې اړه توندې ضمني نیوکې کړې وې او له دې اړخه طالبانو سره د ملي او نړیوال ټکر ملامتي یې په کنایوي ډول پر هبت الله او د هغه پر تر ټولو افراطي ملګرو ملایانو اچولې وه، خو ویل کیږي چې هبت الله کندهار ته احضار او په دې خبرو پښېمانه کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشرانو او ویاندویانو په پرله پسې ډول د نجونو د زده کړو او نورو مسایلو په اړه د دوی ترمنځ خپلمنځي اختلافونه رد کړي.

1 COMMENT

  1. I THINK ONLY AABAS STANEKZAI SAHIB CAN THINK ABOUT AFGHANISTAN,
    BECAUSE EDUCATION IS NUMBER ONE ELEMENT FOR PROGRESS,
    WHY ANOTHER TALIBS ELDER DO NOT FIGHT FOR EDUCATION,
    IF TALIBS BE AGAINST EDUCATION .THEY CAN NOT FIND PLACE BETWEEN PUBLIC.THEY WILL SOON GET OUT FROM POWER,
    21 CENTURY IS TIME OF SCIENCE&TECHNOLOGY,.WE HAVE TO BRING REFORM IN OUR CALTURE.
    STANEKZAI SAHIB ZHWAND ZHWAND ZHWAND

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب