شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونههرات کې د ښځینه وو په ګډون د کتابونو نندارتون جوړ شو

هرات کې د ښځینه وو په ګډون د کتابونو نندارتون جوړ شو

تاند:( چار شنبه، د حمل ۹ )   د هرات د اطلاعاتو او فرهنک رياست طالب چارواکو ويلي، چې په دغه ولايت کې د مومني خپرولو له لوري د درملو پلورونکو ټولنې په همکارۍ د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د کتابونو نندارتون جوړ شوی.

د مومني خپرونو مشر عبدالله مومني ويلي، چې تېر کال يې د بېلابېلو ټولنو په همکارۍ په ښار کې اته نندارتونونه جوړ کړي وو، چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شول.

ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ طالب رئيس مولانا نعيم الحق حقاني وايي، چې دوی د مطالعې په خاطر د دا ډول نندارتونونو تود هرکلی کوي او هر هغه څوک چې په دې برخه کې کار کوي، د طالبانو رژیم يې تر شا ولاړ او ټينګ ملاتړ يې کوي.

د طالبانو منتقدین بیا دوی په داسې نندارتونو کې د ښځینه وو له ګډون څخه په تبلیغاتي استفادې تورنوي او وایي په داسې حال کې چې طالبانو د میلیونونه نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې تړلې دي او د تعلیمي حقونو فعالان زندان ته اچوي، په نمایشني نندارتونونو کې د ښځو راوستل کومه مانا نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب