جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د هند د مسلمانانو روژه

د هند د مسلمانانو روژه

دا مسلمانان د نورو مذاهبو د پیروانو په شان خپل مذهبي مراسم، فرایض او نور په منظم او ازاد ډول له خپلو آدابو او دودونو سره سم ترسره کوي.

هند، چې د ګڼو مسلمانو صوفیانو مرکز دی، د روژې په میاشت کې یې د صوفیانو زیارتونه ځانګړی کیف او خوند لري.

په دې لیکنه کې به دې رڼا اچول شوې هندي مسلمانان د روژې میاشت په څه ډول تېروي؟

د جوماتونو رنګینول

په دې میاشت کې هندي مسلمانان د نړۍ د نورو مسلمانانو په شان خپل جوماتونه ښکلي کوي.

دوی د نورو په توپیر جوماتونو ته ښکلي ګلان وړي، په مختلفو برخو کې یې ږدي، چې جوماتونه ورسره ښکلي او خوشبویه شي.

د ګلانو ترڅنګ خپل جوماتونه په ښکلو څراغونو او رڼا ګانو رنګینوي.

په روژه کې جوماتونه نه یوازې د هندي مسلمانانو عبادت ځایونه؛ بلکې د راټولیدنو او دیني مطالعاتو او بحثونو ځای هم وي.

د دوی نارینه په دغه میاشت کې جوماتونو ته د ورځې هم ځي، د اسلامي زده کړو لپاره علماوو ته کیني او ښځینه یې په خاصو ښځینه مدارسو کې د زده کړو دا مراسم پرځای کوي.

 

رستورانتونه

په روژه کې د هندي مسلمانانو رستورانتونه د ورځې لخوا تړلې وي، خو د شپې پرانیستي او له مراجعینو ډک وي.

اکثره هندي مسلمانان روژه ماتی یا په جوماتونو کې په ډله ییز ډول کوي، یا رستورانتونو ته ورځي او هلته روژه ماتی کوي.

د دوی اړوند رسنۍ هم اسلامي خپرونې کوي او د موسیقۍ او نورو حساسو خپرونو له خپریدو سره پام کوي.

روژه ماتی

هندي مسلمانان روژه ماتی ترډېره په خرما کوي. که خرما نه وي، اوبه او مالګه هم د روژه ماتي لپاره زیاته کاروي.

له روژه ماتي څخه وروسته دوی وریجې او ډوډۍ خوري. د دې ترڅنګ حلیم او هریس، چې دویم یې له غنمو، غوښې او بانجان څخه په ګډه جوړیږي، زیات استعمالوي.

دوی ځانګړي هندي خوراکونه هم زیات خوري، چې ډېر ترخه وي.

په دې خوراکونو کې د غنجي په نوم د وریجو، غوښې، اوبو او نورو موادو څخه جوړ شوي ځانګړي خواړه د یادونې وړ دي.

د څښاک برخه کې د ليمو شربت او له اوبو او شیدو څخه جوړ شوی ګډ شربت زیات استعمالیږي.

د دوی په باور دغه څښاک روژه لرونکو ته زیاته انرژي ورکوي.

د هندیانو پېشلمی

پېشلمی نه یوازې هندي مسلمانانو ته د خوراک څښاک؛ بلکې د عبادت یو مناسب او عام وخت دی.

هلته هم د ځینو هېوادونو په شان یوه ډله ځانګړي خلک د پیشلمي وخت کې په کوڅو کې ګرځي او د خاصو ترانو په ویلو سره خلک پیشلمي کولو ته پاڅوي.

خلک دغو کسانو ته خواړه او ځانګړې ډالۍ ورکوي.

اعتکاف

هندي مسلمانان د روژې مبارکې میاشتې په اخره اونۍ کې د اعتکاف مراسم ترسره کوي.

اعتکاف کوونکي او نور مسلمانان د روژې په اووه ویشتمه شپه په خاص ډول ډېر عبادتونه کوي.

ډېرخلک په دې شپه هدیرو ته ځي او خپلو مړو ته دعاګانې کوي.

ډېر ځوانان په دې شپو کې په کوڅو ګرځي او د مسلمانانو دروازې ټکوي څو عبادتونو ته یې را ویښ کړي.

د روژې وروستۍ جمعه

د روژې مبارکې میاشتې په وروستۍ جمعه هندي مسلمانان د حیدراباد تر ټولو په لوی جومات(مکه) کې ټولیږي او د جمعې ورځې لمونځ په خورا شانداره ډول ترسره کوي.

د دغه جومات په اړه روایت دا دی، چې ۵ سوه کاله پخوا په هند کې د مسلمانې واکمنۍ پاچا حج ته د تګ پر وخت د دې جومات بنسټ ایښی.

مینه احمد

 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب