Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسوداګرۍ وزارت: تېر کال سلو بهرنیو پانګوالو د افغانستان سوداګریزې ویزې اخیستي

سوداګرۍ وزارت: تېر کال سلو بهرنیو پانګوالو د افغانستان سوداګریزې ویزې اخیستي

تاند:( چار شنبه، د حمل ۹ )  د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د طالبانو د رژیم مسئولينو ويلي، چې دغه وزارت په ۱۴۰۱ مالي کال کې، د هېواد په مرکز او ولايتونو کې، څه د پاسه ۷۰۴ ميليونو ۴۸۹ زره افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

  د صنعت او تجارت وزارت طالب مرستیال مولوي قدرت الله جمال وويل: په تېر يوه کال کې دوی توانیدلي، چې د لومړي ځل لپاره د هېواد صادرات نږدې دوه ميليارده ډالرو ته ورسوي. د هغه په وینا، دغه ارقام د ۱۴۰۰ مالي کال په پرتله، ۱۳۵ سلنه زياتوالي ښيي.

مولوي جمال زياته کړه چې د تېر کال په تجارتي بيلانس کې ۹ سلنه زياتوالی راغلی، چې پر دې اساس په دغه کال کې افغانستان ۷۸ سلنه واردات او ۲۲ سلنه صادرات درلودل.

د ده په وینا طالبان د صنعت ودې ته ځانګړې پاملرنه لري او په همدې دليل اوس افغانستان تر ۵۰ پورې سکتورونو کې ( د وسپنې ويلې کولو او سيخ ګول د توليد، د مينځلو توليداتو، پنځلس قلمه دوايي، نوشابې او انرژۍ، قالينو، چاپ او داسې نورو) برخو کې ځان بسياينې ته رسېدلی دی.

د ملا جمال د معلوماتو له مخې، په ياده موده کې شاوخوا ۱۰۰ بهرنيو پانګه والو ويزې ترلاسه کړې او د هېواد په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کانونو او زراعت په برخو کې يې د پانګونې لېوالتيا ښودلې ده.

طالب چارواکي له بیا واکمنیدو تر اوسه، بیا – بیا په افغانستان کې پانګونې ته د بهرنیو پانګوالو د لېوالتیا خبره کوي، خو شنونکي وایي چې برعکس له افغانستان څخه د دوی د افراطي او استبدادي واکمنۍ له امله په سلګونه میلیارده ډالره پانګه ویستل شوې او ګڼ نور پانګوال لا هم د وتو په حال کې دي.

د طالبانو ځینې منتقدین د دولتي ادارو د عوایدو او لاسته راوړنو د زیاتیدو په اړه د طالبانو ادعاوې بې ځایه او تبلیغاتي بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...