تاند:( چار شنبه، د حمل ۹ ) د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د دغې ولسوالۍ د خلکو له لوري له یوې اوونۍ راپدېخوا د ۱۶ ټېمونو ترمنځ د غشو ویشتلو سیالۍ پیل شوې دي.
په نورستان ولایت کې ورزشي مسولین وایي ، چې د دغو سیالیو موخه د کامدېش ولسوالۍ د خلکو ترمنځ د تاوتریخوالي له منځه وړل او د غشو ویشتلو ملي لوبې وده ده.
د غشو ویشتلو سیالي د نورستان ولایت یو له ملي او دودیزو لوبو څخه ده، چې له زیاتو کلونو راپدې خوا یې خلک په مختلفو مناسبتونو کې ترسره کوي.