جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د زده کړو په هکله اوسنى چلن به ناوړه پايلې ولري

د زده کړو په هکله اوسنى چلن به ناوړه پايلې ولري

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

د ااا په تېر دور کې هم په ډيرو برخو کې سخت دريزه تګلارې درلودې، خو هغه مهال افغان ولس له کورنۍ جګړې څخه د نسبي امن خواته تازه راوتلې وه، افغانانو د زده کړو په برخه کې د اوس په شان پرمختګ هم نه درلود او  غوښتنې يې هم محدودې وې، خو ااا د قول او عمل ترمنځ يې توپیر نه درلوده، مبهم او مجهول اصطلاحات يې نه کارول.

په اوس وخت کې د نړيوالې ټولنې توجه، د چټک پرمختګ لپاره د ډيرو امکاناتو او فرصتونو له شتون او له خورا زیاتو ژمنو سره سره طالب مشرانو د خپل ولس د هيلو غوټۍ ورژولې، د اسلامي امت او د نړيوالو غوښتنې يې بابېزه  وګڼلې. نوى تعلیمي کال پيل شو خو بيا هم متأسفانه د انجونو په مخ د ښوونيزو بنسټونو دروازې بند پاتې شوې. دغه ستره ملي غميزه زموږ  ملي ويښتابه، ټولنيز شعور، علمي وړتیا او له دين سره زموږ واقعي تړون تر جدي پوښتنو لاندې راوړي

 د تياره راتلونکې په لور د خطر زنګ او زموږ د ټولنيز وجود په مخ باندي هغه تور داغ دى چې په اوږدمهاله توګه بد عواقب لري او به لاندي ناخوالې رامنځته کوي:

١-  زموږ په ټولنه کې له پخوا څخه د زده کړو ښکته کچه به

نوره هم ښکته او د ناپوهي تباه کوونکى ګراف به نور هم لوړ شي. د نړيوالتوب (ګلوبلايزيشن) په اوسني دور کې د کمزورو هېوادونو د لاندې کولو لپاره د وسلوالو ځواکونو د استولو دود  ناکام شوى او تقريباً له منځه تللى دى.  د ساينس او تيکنالوژي په اوسني نړيوال کلي کې ناپوهه ټولنې د زبرځواکو هېوادونو د استعماري موخو د تحقق لپاره تر ټولو ښه ابزار ګڼل کېږي.

٢-  د ښځينه افغانانو په زده کړو باندې د بنديز له امله به زموږ په ټولنه کې د ديني او کلتوري محدوديتونو د  شتون له امله د ښځينه ډاکترانو نرسانو  استادانو او نورو برخو کې  د مسلکي ښځينه کادرونو  نشتون به ټولنه له داسې سختو ستونځو سره مخ کړي  چې يوازې د فراست خاوندان په ښه توګه د دغه ډول سناریو د اټکل کولو وړتیا لري.

٣-  د امارت مشرتابه د پياوړي استدلال، موجه منطق او په استناد ولاړه مناظرې او بحث ته د قناعت وړ دلائلو د نه درلودلو له امله داسې نه وايي چې د انجونو په مخ د زده کړو بنديز تلپاتې ده خو اوس خپل ولس او نړۍ ته د هغوى ګونګ دريزونه هسې بانې ثابتې شوې دي چې د باور او منلو وړ نه دي. همدغه کړنه به په راتلونکې کې به علماو باندې د ولس د باور کچې ته سخت زيان واړوي

٤ –  تر ټولو مهم او خواشينوونکى حالت به داوي چې په اوږدمهاله توګه به د ديني ډلې لخوا دغه ناوړه بنديز او دې ته ورته نورې افراطي کړنې د راتلونکي نسل په ذهنونو کې د

اسلامي نظام په تړاو بوږنوونکي انځور جوړ کړي او دغه کړنې به  له سيکولريستانو سره موخو ته د رسيدو په برخه کې مرسته وکړي.

٥- د هيواد په ځينو برخو کې ښځې مجبوريت لري چې له فاميل سره د اړينو لګښتونو د برابرولو په برخه کې له کور څخه بهر کار وکړي او په زده کړو باندې بنديز به له دغه ډول ستونځو سره مخ ښځو ته سخت زیان واړوي او د بيوزلي کچه به نوره هم لوړه شي.

٦-  د افغانستان اقتصادي وده لا د مخه په دغه سيکتور کې د ښځو د کمرنګه شتون له امله ټکنۍ ده. که په ښځينه زده کړو باندې روان بنديز دوام وکړي د اقتصادي ودې ګراف به نور هم ښکته، د بيکاري او اخلاقي فساد ګراف به نور هم لوړ شي او د هېواد په اقتصادي حالت باندې به ناوړه اغيزې ولري.

٧-  د اسلامي نظام د پلويانو لخوا د اسلام د سپيڅلي دين د اصولو او د ټولو نړيوالو قوانینو او پرنسيپونو په خلاف د زده کړو له بهير څخه د انجونو محرومول به هغو خلکو ته د دين او ديني ډلو په وړاندې د تبلیغاتي جګړې لپاره د پام وړ فرصتونه برابر کړي چې په سياسي رقابتونو کې د ديني کارډ کارولو مخالفت کوي.

 په داسې حال کې چې په کابل او نورو ولایتونو کې نجونو  د ښونځيو بندولو په وړاندې اعتراضونه وکړل. په لوړ غږ یې د

دغه ناوړه کړنې تر شا د منطق په اړه پوښتنې وکړې او ولسونو په دغه هکله خپله ناخوښي وښوده، خو د ااا مشرانو

هيڅ ډول انعطاف ونښوده. د نړیوالې ټولنې غبرګون په دوحه کې د ااا له استازو سره د څو اړخیزو غونډو ترسره کولو، د بنديز غندنې او لغوه کولو په غوښتنو  پورې محدود پاتې ده.  په افغانستان کې نجونې د پنځه سوه پنځوس وروځو له تيريدو وروسته لاهم په دې انتظار کې پاتې دي چې د ااا مشران د خپل ولس چيغې او د نړيوالې ټولنې غوښتنې واوري او هغوى ته به د زده کړو اجازه ورکړي، خو دا  هڅې لاهم بدبختانه هيڅ  نتیجه نلري.

 د ځينو کورنيو او بهرنيو کړيو لخوا په ااا باندي د فشار زياتولو لپاره افغانستان ته د نړيوالې ټولنې نغدي مرستې د بندولو سپارښتنه کوي خو هغوى د هيواد د مجبور ولس اړتیاوې او ترينګلى وضعیت ته توجه نکوي او يا هم روان وضعیت نشي اټکل کولاى. ااا دومره کورنيو عوائدو ته لاسرسى لري چې خپل حکومت ته دوام ورکړي. ستونځه د ولس ده چې خراب اقتصادي وضعیت له امله په ناورين کې ژوند کوي..

د نجونو د ښوونځیو تړل، د واک شديد انحصار او داسې نورې تګلارې ښیي چې د ااا د مشرانو ژمنې او کړنې له يو بل سره په تقابل کې قرار لري، خو بيا هم له ااا سره باید د تقابل پرځاى د مثبت تعامل تګلاره د بدلون لپاره وکارول شي. اسلامي عالمان، سياسي او قومي مشران باید د انجونو په زده

کړو باندې د بنديز د پریکړې په وړاندې خپل غږ پورته کړي . د ملګرو ملتونو پلاوي باید د ااا له چارواکو سره په خبرو اترو کې د افغانستان او نورو هېوادونو اسلامي علما شتون ولري ترڅو د ااا مشران په اسلام کې د نجونو د زده کړې په اهمیت پوه شي او د انجونو زده کړو ته اجازې ورکولو ته اړ ايستل شي.

  سره له دې چې طالب چارواکي په زغرده د انجونو په زده کړو باندې بنديز تلپاتې نه ګڼي، خو متاسفانه بيا هم د دوهم تعليمي کال له پيليدو وروسته هم د دغه مظلوم جنس په مخ د زده کړو دروازې بندې پاتې دي. داسې ښکاري چې دغه ډله د خپلو ځينو مشرانو په مټکور ذهنيت باندې د پردې اچولو لپاره د غلطو بانو او دلائلو په وړاندي کولو غواړي د ولس غوښتنو او د نړيوالې ټولنې د فشار ګراف راښکته کړي.

ملګري ملتونه، د اسلامي همکاریو سازمان او د اسلامي امت سقه ديني علما باید له لرې واټن څخه د غوښتنو، بيانيو ورکولو، ژمنو ته د هيله مند کيدو او په تشريفاتي بڼه د راتلو او بيرته د رخصت کيدو له دوديزو کړنو څخه راووزي او د ااا له مشرانو سره باید بربندې او په زغرده خبره وشي چې د هغوى دغه ناوړه پريکړې به په راتلونکي کې ډیر بد عواقب او ناوړه غبرګون ولري.   د دغه ډول جريانونو د پايلو ترڅنګ باید خپل دريز هم له افغان ولس سره شريک کړي.

د ملګرو ملتونو د اورګان لخوا يوازې سياسي لوبه، غندنه او

غوښتنه بسنه نه کوي. د دغه بنديز له خورا بدو اغيزو څخه د افغان ټولنې د ژغورلو لپاره عجالتاً باید د ملګرو ملتونو اړونده څانګې يونيسف تر سرپرستي لاندي او د زده کړو په برخه کې د افغان پوهانو له مشورو سره سم له زده کړو څخه تراوسه پورې پاتې انجونو ته د بديل په توګه د افغانانو له ديني او کلتوري ځانګړتیاو سره سم د انلاين زده کړو سيستم او مادي امکاناتو برابرولو لپاره عاجل ګامونه پورته شي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    تعلیمی نظام او کاواک چلن:
    یو مشهور زعیم وایی : تعلیم او تر بیه په یوه ټولنه کې دشا دهډکو مفهوم لری [ دشاهدوکی منسجم ساختار لری] چې ټول بدن ور باندې استوار دی. په اقتصادی لحاظ دپانګونی اصلی منبع یاسرچشمه ګنل شوې ده[ پانګونه په رو بنایی طرحو مستقیما اغیزه لری] چې سرمایه ده. اما م محمد غزالی دتهذیب الاخلاق او تطهیر الاغراق کې دسولې او سلم دعرف او عرفان ته امتیاز ورکړی دژوندانه په ټولو شئوناتو اوغرایزو کې یې دمختلفو ابعادو لپاره اړیکی ، وسیله ، اسباب ګڼلی.[ داخوت ،عدالت ، اوعامه ګتو ته ترجیح ورکوی]احسن کلام قرآنکریم کې الله ج فرمایی سوره رعد ۲/۱۱:
    ان الله لایغیر ما بقوم حتی یغیروا ما بانفسهم اصلی مقصر په هر خال کې همدا بخیل محدود په نمرودی قدرت مین انسان دی .[ ما او تا نه لری ] افغانان اوقدرت!
    حضرت علی کرم الله وجهه فرمایی:سیاست النفس افضل السیاسات. الا شتغال بتهذیب النفس اصلح په هرحال داچلن ډیر راکد اوفاقد
    بریښی ډیرخراب او نه منونکی عواقب لری فلهذا دتعلیمی نظام جوړل دلافو او پټاکو ، کارتوسو اوباروتو، توغندیو او زورواکی کار نه داد ۴۰ ملیونو انسانانو دبرخلیک ډیر پراخه معادله ده.[شخصی اوفردی پرېکړه نه ده]
    دغه نظام یوځل په ژوره توګه دکمونیزم ، امپریالیزم تش په نوم دبې اتفاقیو ګړ بړ تنظیمی هیاهو څپېړې په مخ خوړلې دهمغو غم خوړل او ترمیم په کار دی او ډیر اهمیت لری.په هرنوم، پلمه او بهانه، امرثانی اوشیخ پانی خبره کول د بې ثباتی سبب ګرځی او سبب خپله پښه وهل دی.دلته خو بی حسابه چلن روان دی!
    دغه ناکام سیاست خینې تحلیلګر په دېر کمزوری دریځ بن بست ته بیایی زموږ فرهنګ کې باټی وهل اوږد تاریخ لری چې خینی کسان په مهارت دې لوبه کې دخیل دی.چلن د ننه سالم لید لوری ته اړه لری اوس هم سر وخت دی حکومت مجبوره دی دحل لاره ورته وموندی اوخبل سیاسی ظرفیت ته باملرنه وکړی. کار ظرفیتونو او ناپو هو[قصابانو]خراب کړی.
    نو په ټوله کې دیوه نظام ړنګول او بل ته نغاره وهل دا منطقی خبره نه ده دتعلیم نظام لومړیتوب لری ځکه دخان پېژندګلوی ده: چوشمع از پی علم باید ګداخت که بیعلم نتوان خدا راشناخت.
    کورودان خوښ اوسې

    • سلامونه او درنښت جناب ع شريف زاد صاحب
      يقيناً همداسې ده. موږ هم پړه يو چې په خپلو رويو کې بدلون نشو راوړى. ماهم د خپل ملي شعور ويښتابه نفى کړ ده. د کمونستانو مجاهدينو ديموکراسي ډوندورچيانو او اوس طالبانو ولس هم وځاپه او هيواد يې هم د تباهي د کندې په سر ولاړ دى.

      ستونځه اوس نه بلکې ستونځه به دوه لسيزې وروسته رامخته کيږي چې عملاً په ګرداب کى قرار ولرو او د نجات لاره مو پرييښې وى د جهالت په تيارو کې ډوب يو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب