د روغتون په انتظار خونه کې یې اړخونه بدلول، بیا بیا یې ساعت ته کتل او نوو راغلو ناروغانو پسې یې سترګې وړلې،پنځه کلنې لور یې د انتظار خونې په مخامخ دېوال کې لګېدلي ټلویزیون ته کتل، کوم کارتوني فلم په کې روان و، خو پلار یې له دغه نندارې ستومانه شو، غږ یې ورباندې وکړ
- ملالۍ لورې!
ښکلې او ډنګرې نجلۍ منډه را واخیسته، د پلار څنګ ته له اېښي پلاستیکي کڅوړې یې یوه کیله را ویستله او سر یې د پلار په غېږ کې کېښود
- پلاره! زړه مې تنګ شو، نور خو ماښام دی، بهر ټولو موټرو ګروپونه لګولي، مور مې هم کور کې یوازې ده.
د لور پر اوږدو زلفو یې لاس را تېر کړ او وویل
- ځو لورجانې، دا دي اوس به د ډاکټر نتیجه او معاینه تر لاسه کړم، نور به وځو، خپل موټر راسره شته دی، په چکر به لاړ شو، مور ته دې له کوم هوټل نه تیار خواړه وړو، خو ته راڅخه کوچنی ورورک غواړې، پرېږده چې له ډاکټر صاحب نه یې درته واخلم.
- زه دې هم له همدې ډاکټر اخيستې یم؟
پلار وخندل او لور یې په تندي ښکل کړه
- نه، ته خو مې په ملالۍ روغتون کې اخیستې یې، ځکه مې نوم هم درباندې ملالۍ کېښود.
- په څو دې اخیستې یم؟
- پیسې مې نه دي ورکړې، په خپله برګه پیشو مې بدله کړې یې، هغه مې ډاکټر ته ورکړه او ته مې ورباندې واخیستې.
ملالۍ په کړس وخندل او پلار ته یې په مخ وړه څپېړه ورکړه
ځوانکي هلک دروازه خلاصه کړه او غږ یې کړ
- نورالله خان!
ځای پر ځای ودرېده
- زه یم
- راځه ډاکټر صاحب درته انتظار دی
لور یې له لاسه ونیوه، ور ننوت او متخصص ډاکټر ته مخامخ کېناست
- نورالله خان یې؟
- هو
- وروره! ستا معانیاتو وخت ونیوه، خو زما د کار اصل دقت دی، ستا د مېرمنې او ستا پخواني معانیات مې ټول وکتل، ستونزه په تا کې ده؟
- څه وایې، په ما کې، زه خو ځوان یم، پوره ځواک او صحت لرم.
- منم یې، زه هم ړوند نه یم، خو ستا نطفه خنثی ده، یاني مړه ده او له مړې نطفې جنین نه تشکیلېږي، زموږ تر لابراتوار بل کوم یو د کابل په هېڅ روغتون کې نه شې موندلی او لومړۍ پایله مو وروستۍ هم وي.
- څه،څه… څه! له څه وخت راهیسې مړه شوي دي؟
- تر اوسه هېڅ ژوندي شوي نه دي، له بلوغه همد حالت لري.
د سړي رنګ تک سور شو، لومړی یې ډاکټر او بیا یې ملالۍ ته بد بد وکتل، تندی یې ترېو شو، سترګې یې پټې کړې، ډاکټر ورته د معایناتو دوسیه مخې ته په کوچني ښېښه یې میز کېښوده او د بلې معاینې لپاره له خپلې نرمې څوکۍ چټک روان شو او مخامخ خونې ته ننوت.