دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ایران په يوه ښار کې افغان پانګوالو پر ۱۶۰۰ شرکتونو پانګونه...

د ایران په يوه ښار کې افغان پانګوالو پر ۱۶۰۰ شرکتونو پانګونه کړي

 تاند:( شنبه، د عقرب اته ويشتمه) ‏‏د ایران په يوازې خراسان رضوي ښار کې د افغان جمهوري نظام له سقوط وروسته افغان پانګوالو او ۱۶۰۰ افغان پورې شرکتونه جوړ کړي.

په دغه ښار کې د افغان سوداګرو د ټولنې مشر بشير احمد اریایي د ایران تسنیم خبري اژانس ته وويل، چې پر دغو شرکتونو لږ تر لږه یو میلیارد ډالره پانګونه شوې ده.

هوټل داري، سياحت، د معادن صنعت، کرنه او سوداګريز خدمتونه د دغې پانګونې مهمې برخې ښودل شوي.

معلومه نه ده، چې د ايران په نورو ښارونو کې به له يو نيم کال راهیسې افغانانو خپله څومره پانګه له هېواده ویستې او هلته په کار اچولې وي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د افغانستان ميلياردونه ډالره نوره پانګه هم له هېواده ویستل شوې ده.

متحده عربي امارات، ترکیه، پاکستان او د منځني اسيا هېوادونه د افغان پانګې ډېر جذبونکي یادیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په هېواد کې د امنیت تامینولو له ډاډ سره افغان پانګوال او بهرنیان په افغانستان کې پانګونې ته را بولي.

د طالبانو منتقدین بيا باور لري، چې د نجونو د ښوونځيو تړل، د ملایانو لخوا د واک انحصار او د نړۍ لخوا د طالبانو د واکمنۍ په رسميت نه پېژندل له افغانستان څخه د بشري او مادي پانګې د فرار اصلي لاملونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب