سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: د افغانستان د فقر ځپلو کچه ۲۸ میلیونه وګړو ته...

ملګري ملتونه: د افغانستان د فقر ځپلو کچه ۲۸ میلیونه وګړو ته پورته شوې

تاند:( شنبه، د عقرب اته ويشتمه) ‏‏د ملګرو ملتونو د سرمنشي سکرترې د امنيت شورا غونډې ته وویل، چې د افغانستان له درېیو څخه دوه برخې خلک ېې عاجلو بشري مرستو ته اړتيا لري.

جویس مسویا زياتوي، چې د افغانستان له درېیو څخه دوه برخې خلک د بشري مرستو د ترلاسه کولو مستحق دي او د تېر کال په پرتله يې سږ کال کچه لس ميليونه تنه زياته شوې او ۲۸ ميليونه تنو ته رسيدلې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي سکرترې دا هم وويل، چې د ژمي ساړه موسم کې ډېر افغانان د خوراکي توکيو د کمښت تر څنګ د سون توکيو له کمښت سره مخ او د اولادونو نس مړولو ته پریشانه دي.

نوموړې دغه وضعيت ته په کتو سره درې غوښتنې لرلې.

يوه غوښتنه ېې دا وه، چې افغان فقر ځپلو سره د مرستې لپاره دې نړيوال په عاجل ډول مالي امکانات برابر کړي.

بله غوښتنه د افغان بشري ناورين د مقابلې لپاره له مرستو رسولو وراخوا په لویو طرحو کار کول او درېيمه هم د طالبانو لخوا عمومي ژوند ته د ښځو د ور ستنیدو اجازه وه، چې په وینا یې د بشري او اقتصادي ناورين د حل لپاره مرستندوی تماميږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب