یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپاکستان: ط-انو ته د نړۍ حوصله په ختمیدو ده

پاکستان: ط-انو ته د نړۍ حوصله په ختمیدو ده

تاند:( شنبه، د عقرب اته ويشتمه) ‏‏د طالبانو د حاکمې ادارې تر ټولو نیږدې متحد پاکستان خبرداری ورکړی، چې نړيوالو سره د ژمنو د نه عملي کېدو له امله د طالبانو ادارې ته د نړيوالو حوصله په ختمیدو ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري پرون په یوه خبري غونډه کې د افغان نجونو د ښوونځيو د تړلو دوام، د ټول شموله حکومت نه جوړول او د ده په ادعا په افغانستان کې د بهرنيو ترهګرو ډلو فعاليت نړۍ ته نور د زغملو نه دي.

هغه دا هم وويل، چې له دغه وضعیت سره بیا هم د طالبانو ادارې سره باید اړیکې وساتل شي او اصلاحاتو ته وهڅول شي.

پاکستاني وزیر د طالبانو د ادارې د رسمیت پېژندلو په اړه بیا روښانه کړه، چې هېواد ېې په يوازې ځان د داسې پریکړې اراده نه لري.

نوموړي يو ځل بيا د طالبانو اداره تورنه کړه، چې د پاکستاني طالبانو تحريک یې له واک لاندې سیمو څخه د پاکستان خلاف بریدونه سمبالوي.

د طالبانو ادارې دغه تور بیا-بيا رد کړی.

بلاول بوټو زرداري افغانستان سره د نړیوالو پر بشري او اقتصادي مرستو ټينګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې نړيوالو سره خپلې ژمنې عملي کړي.

د طالبانو ادارې د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

4 COMMENTS

  1. سلامونه
    بلا وهليه ۔ ستا ېې څه چې د نرۍ حوصله ط۔ط ته څنګه ده?!
    ته دې خپل ابا بویونه در پاک کړه او بېشرفانو نه دې د تش په نامه پوک اسټین یعنې پنجاب اسټبلېشمنټ نه د سندهيانو حقوق واخله۔ د عمرانخان خاین باندې د حملې طراح پیدا کړه۔ په پوک اسټین کې د لاقانونه مدرسو او ترهګرو ځالې وتړه! ۔بيا د خپل لاسپوسي ځينو ط ط په سطراتېژئو ګړېګه۔
    ستا له خلې خلې لا د بېنظيرې د پیو بوی راځي۔

  2. عباس ستانکزی خبره پنجاب دی زموږ په سر اقتصاد د پیاوړتیا لپاره کار نکوی نو کچیری نړی اندیښنه لری باید له پنجاب سره حساب وشی داسی نشی کیدای چی مړه هم افغانان شی او پړه هم افغانان شی دا څنګه نړیوال ټولنه یا ملګری ملتونه دی چی له روسیی د اکراین غرامت غواړی مګر زموږ په اړه لا پخوا ۳۵ کاله پخوا ونغوښته اوهمدارنګه ۱۰۰۲ کاله پخوا یی له انګریزانو ونغوښته او اوس پخپله یی له امریکا او ناټو شریکو هیوادونو ونغوښته نو ولی نړی زموږ په اړه اندیښنه ښایی مګر پاکستان تر اوسه یی ونه ویل چی څه کوی او څه دی وکړل

  3. اصل کی د پاکستان حوصله خلاصه شوی چه ولی د غه یو کال افغانانو په امن کی تیر کړل ، او له بلی خو د امریکی خیراتو نه هم په پاکستان کم شوی ځکه چه په اسلام او مسلمانی باندی یی لوبه ټوله ختمه شوه

  4. طالب سره خو حساب کېدونکی دی. خو که د حساب ورڅ راورسېده، نو ستا له مور سره به په ګور کې هم معامله او حساب وشي. تاسو به څنګه نړۍ ته حساب ورکوئ، ځکه چې د نړۍ په هر ګوټ کې او په هرې تروریسي پېښې کې یا تاسو مستقیم او یا غیر مستقیم دخالت لرئ. هغه وخت چې طالب افغان وژنه، خرابئ، او انتهار کوه دا تاسو ویی چې د پوځ او ای اس ای په مرکزونو او بېزونو کې مو ورته پناه ورکړې وه. اوس مو څنګه حوصله ورته ختمه ده. بېسواده او له دنیا بې خبره طالب او ملا هیبت لا تر اوسه د پرتوګ او حجاب په کونه نښتی دی او مکتبونه د تړلو په فکر کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب