چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبکره کتنهزرو، یو نوی جنجال/ نورمحمد سعید

زرو، یو نوی جنجال/ نورمحمد سعید

نن سبا ډېر عشقیه ناولونه هسې بې ضرره غوندې وي. ولیکل شي، چاپ شي، ولوستل شي او یا و نه لوستل شي. خو د نصیر احمد احمدي په څېر لیکوال، چې نوی ناول ولیکي، دا بیا جنجال جوړوي.

لوستونکو ته هم او کره کتونکو ته هم. تر ټولو لوی جنجال لوستونکي ته ځکه جوړوي، چې دغسې لیکوال د غومبسو ځالو ته لاس وروړي.

موږ چې له دې پرته هم ځانته د نه زغم جواز ورکوو، دغسې خبرې په سخته هضموو. بل مشکل پکې دا دی، چې ناول په لغوي توګه د نوي څیز معانا لري، تنوع هم پکې د ادب د نورو چوکاټونو پرتله ډېره ده او د احمدي د کچې لیکوال په دې ډېر ښه پوهیږي، ځکه پکې د کره کتونکو ( ځورولو) لپاره پریمانه جنجالونه جوړوي.

زموږ ځینې کره کتونکي د احمد د خبرې تایید لپاره د محمود په خبرو پسې ګرځي او دغه خوی راته ګرانه کړي، چې نوښتونه وارزوو، چې د ناول خاصه ده.

داحمدي صیب نوی ناول ( زرو ) د ناول متنوع سلسې یوه کړۍ ده او نه شو کولای په معلومه تله یې وتلو. له دې پرته چې د رومانټیک نوم له کبله یې یو څه شاعرانه احساس سره لوستل پیل کړو نور کوم ځانګړی چوکاټ یا نوم نه شو ورته ټاکلای.

که په مروجو تلو یې تلو، نن سبا د هندي فلمونو هیپي اینډینګ یا خوشحاله پای دود دی، خو زرو خوارکۍ په پای کې په ونه پورې ځوړنده وینو.

د وطن د نجونو ( یو څه د هلکانو هم ) مظلومیت ته پام اړول، د خان مزدور دښمني ( چې زما په ګومان زموږ ناولونو کې نورمحمد تره کي دود کړه ) جانانه تصویرونه، شاعرانه جملې او تلوسه، بیا د احمدي هنرونه دي، چې له ځایه یې دغه کمال په برخه دی.

دغه شیان به د لیکوال ځانګړتیاوې وي، خو د ناولونو لپاره د ټاکلو فورمولونو برخه نه دي. البته د احمدي صیب دغه ناول له ( جوجو ) نه مختلف دی.

په جوجو کې هم جدي مسایلو ته کتل شوي، خو دغه کتنه زما لپاره له پند سره له خونده هم تشه نه وه. البته د زرو بیا پیل له هدېرې ( یا لږ تر لږه له یوه قبره ) شوی.

پای کې د مخ پر ځای پر ټټر له دې کبله د ( ویلن ) ویشتل، چې سترګې یې معشوق ته ورته وې، زما لپاره کومه خوندوره صحنه نه وه.

د ناول ډېره برخه کې د مرکزي کردار او توتي تر منځ یوه اړخیزه مکالمه  لولو، له تخنیکي پلوه زما په خیال دا سمه ده، خو په لومړي سر کې مو لیکوال پوهوي، چې دغه کردار له یوې ډېرې بدې پېښې سره مخ شوی.

که د لیکوال مقصد دا وي چې یاد کرکټر ته د لوستونکي خواخوږي جلب کړي، زه ګومان نه کوم ډېر دې کامیاب واوسي، ځکه دې سره په لوی لاس لوستونکی له یوې غمجنې پېښې خبریدو ته چمتو کېږي. که هدف د تلوسې ساتل وي، دا بیا جلا خبره ده، خو زما په خیال دغه تلوسته یو څه اوږده شوې ده، داسې نه چې د ناول لوستل به پریږدې، البته له لوستلو وروسته سړی محسوسوي، چې تلوسه پرې یو څه غمیدلې وه.

زرو یو ځلې د داسې ځای ارمان کوي، چې بنیادم پکې نه وي. دا ځکه ملامته نه ده، چې لږ تر لږه دعشق له پیله بیا د ژوند تر پایه له خپل عاشق پرته له بل نارمل انسان سره نه ده مخامخه شوې. هره ورځ یې یو مرګ ګاللی. د وصال یو څو شېبې یې هم داسې انځور شوې، چې زړه دې پرې سوځي.

 خوهمدغه زرو ته ورته حال زموږ لوستونکو هم دی. په ټوله کیسه کې له دوی دواړو پرته معقول انسان  نه وینو. دوی دواړه بیا له کچې هم یو څه زیات مظلوم څه چې بې ادبي معاف بې عقل غوندې ښکاري. د انسانانو، فطرت په ښوولو کې یو څه مبالغه یې نه بولې؟

د زرو په شمول د احمدي د کیسو پلاټ، مکالمې او تصویرونه بیا هغه څه دي، چې هېڅ ویل پکې نه شته. زه چې یې هر اثرلولم زړه کې مې راتیریږي، چې په ډېرو لږو امکاناتو کیدای شي، په یوه غوره ټلویزیوني ډرامه یا ټیلي فلم بدل شي.

زموږ ټلویزیونونه چې د یو خروار پېسو بدل کې پردۍ ډرامې رانیسي ولې د همدغو پېسو په نیمايي پر دغو کېسو خپلې ډرامې نه جوړوي. دا تصور هم راته ډېر جالب دی، چې له زرو نه به څومره شانداره ټلویزیوني ډرامه جوړه شوې وای.

د جوجو او زرو تر منځ  د لیدلوري توپیر خبره مې ځکه وکړه، چې زه خپله د جوجو په انداز مسایلو ته د کتلو پلوي یم که نه ماهرین په دې نظر دي، چې د لیکوال خوښه ده، چې ژړوي مو که خندوي مو او دا یې هم حق

دی، چې د خپلې خوښې خبره په خپل انداز وکړي، مقصد خو وايي هماغه یو دی چې:

کله سندرې وایو، کله کړو ویر د جانان

مونږه په هر حال بدلول غواړو تقدیر د جانان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب