جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبرښنا شرکت: ځينو مخکینیو چارواکو او زورواکو نه مو پورونه ترلاسه کړل

برښنا شرکت: ځينو مخکینیو چارواکو او زورواکو نه مو پورونه ترلاسه کړل

تاند: ( چار شنبه، د زمري ۴ مه ) د برښنا شرکت لپاره د طالبانو د رژیم واکمنان وايي، چې د مخکیني حکومت د زورواکو او سیاستوالو په ګډون یې له خپلو پوروړو څخه ۱۱۸ میلیونه افغانۍ پور راټول کړی دی.

د برښنا شرکت تجارتي رییس عبدالرحمن رحماني وویل چې د مخکیني حکومت یو‌شمېر نور زورواکي چې له دغه شرکت پوروړې دي، دوسیې یې محکمې ته استول شوي.

رحماني زیاته کړه، چې دغه کسان د برښنا د لګښت له درکه څه باندې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

یو شمېر مخکینیو چارواکو، چې له هېواده بهر دي ویلي طالبانو یې کورونه په زوره نیولي او برښنا یې مصرفوي، چې باید لګښتونه یې هم پرې کړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

 د جمهوري نظام پر مهال یو زیات شمېر زورواکو او چارواکو د برښنا لګښتونه نه ورکول.

د ځینو مړو شویو چارواکو او زورواکو په اړه ویل کیدل، چې پر قبرونو یې جوړې شوې ګومبزې او تاسیسات هم لسګونه میلونه افغانۍ د برښنا لګښت لري.

2 COMMENTS

  1. د پاکستان سفارت په کابل کې د برق بیل نه پری کړی یعنی نه غواړی چې وريي کړی کله چې د برق انجنیرانو برق مزی ورباندی قطعه کړ نو په افغانانو باندې دری (۳) ورځي ویزی بندی کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...