یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهپه ۲۲ ولایتونو کې بیا د ورښتونو او سېلونو وړاندوېنه شوې

په ۲۲ ولایتونو کې بیا د ورښتونو او سېلونو وړاندوېنه شوې

تاند: ( چار شنبه، د زمري ۴ مه )  د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد شوي وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د زمري میاشتې له ۳ څخه تر ۴ نېټې پورې په نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، میدان وردګ، بامیان، غور، پکتیکا، زابل، دایکنډي، روزګان، هلمند، کندهار او فراه ولایتونو کې د نسبتا شدید ورښت، تالندې برېښنا اوسېلابونو راوتلو او چټکو بادونو اټکل شوی دی.

سرچینې د یادو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي، چې د سېلاب د راتلو په صورت کې د سیندونو پر غاړو له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

په وروستیو ورځو کې افغانستان د سېلابونو له امله لسګونه تنه تلف کړي.

سېلاب ځپلي د مرسته غوښتنه لري او نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي، چې افغانستان به د طبیعي پېښو له امله نور زیانونه هم وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب