یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د کندهار والي: ځينې هېوادونه مو ایران سره اړیکې خرابول...

د طالبانو د کندهار والي: ځينې هېوادونه مو ایران سره اړیکې خرابول غواړي

تاند: ( چار شنبه، د زمري ۴ مه ) د کندهار لپاره د طالبانو د رژیم والي ملا محمد شرین آخند   د ایران له کونسل علي رضا حاجي زاده سره په لیدنه کې ادعا کړې، چې یو شمېر هېوادونه د دوی او ایران اړیکې خرابول غواړي.

د نوموړي دفتر د هغه له قوله لیکلي:« ځينې هېوادونه په دې هڅه کې دي، چې د افغانستان او ایران اړیکې خرابې کړي، چې د دې چارې مخنیوی بايد په ګډه وشي.»

سرچینه زیاتوي:« د ایران کونسل رضا حاجي زاده وویل، ایران او افغانستان دوستانه اړیکې لري او دغه اړیکي باید لا پياوړې شي.»

د کندهار ولایت مقام د خبرپاڼې له قوله، هغه زیاته کړه چې کونسلګري یې د پخوا په پرتله د وېزو په ورکړه کې ډېرښت او اسانتیاوې برابرې کړي او لا هم هڅه کوي، چي اسانتیاوې ډېرې کړي.

طالب والي نه دي ویلي، چې کوم هېوادونه د دوی او ایران اړیکې خرابول غواړي.

مخکې ایران او طالبانو دواړو په دې برخه کې لویدیز هېوادونه او په سر کې امریکا متحده ایالات تورنول.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه ایران د افغان کډوالو پر وړاندې د قیوداتو نوې لړۍ پیل کړې او د یو شمېر سیاستوالو په وینا یې، دوی په دې ډول د طالبانو رژیم د هلمند سېند د اوبو د جنجال لپاره تر فشار لاندې نیسي.

4 COMMENTS

  1. دا سمه خبره ده او هر یو هېواد چه غواړي د ایران او افغانستان مینځ کې شخړې واچوي د اسنادو پر بڼسټ یا غربي اروپیان دي او یا د غربي اروپایانو روزل شوي پټ استازي! بېدار شئ!

  2. ایران او پنجابی پاکستان د افغان ملت تاریخی دوښمنان وو او دی او څوک چی پدی شکی وی هغوی د افغانستان تاریخ څخه کاملآ بی خبره دی او ددوی په شان مجملو اشخاصو افغانستان د تباهی کندی اچولو ته برابر کړۍ دی !!!!!

  3. څوک چه مطالعه نلري او پرله پسې چتیات لیکي، اصولي نه دی. پنجاب د انګریز غلام، اما
    د ایران په هکله چتییات لیکل سم نه دی. سند!

  4. دا هوائیاو ددرواغو مطالعی د غولولو الفاظ دی ، همدی ایران د هغه وخت اتحادی شوروی غلامانو کودتا چی د احمق او د قدرت تږی لیونی داؤدخان حریصی له کبله صورت وموند او همدارنګه د امریکا په ډالرو پنجابی پاکستان کښی د افغان ملت پر ضد دا منافق تنظیمونه او قدیانی طالبان د افغان ملت تباهی لپاره تربیه شویدی لکه ایران خپل غلامانو ته تربیه ورکړی دی او کله چی د افغان ملت په ستره قربانی خون خوار ظالم شوروی له خاوری څخه وشړل شو نو امریکا د پنجابیانو په کومک دا تربیه شوی غلامان ( تنظیمونه ) او ایران خپل تربیه کړی غلامان په کابل خوشی کړل او کابل ئی چور او ټول بی ګناه خلک ئی ووژل او وروسته ددوی تر مینځ د قدرت لپاره جنګونه شروع شول چی دلته هم د بی ګناه خلکو مرګونه رامین ځ ته شول، وروسته طالبان د تنظیمونو په عوض راوستل شول او دوهم ځل بیا ټولو چورکوونکیو قاتلانو په اتفاق سره جاهلو تربیه شوو طالبانو ته حکومت تسلیم کړ ، د تاسو خیالی غولوونکیو اسناد وجود نلری ، دا ستر ملی خیانت دی چی پداسی حساس وخت کښی ددرواغو اسنادو دعوی کیږی که واقعآ درلودای او خیالی ادعا نه وای نو تاسی به ډیر ÷‍ژر داسی سندونه څرګند کړی وای !!!!

    په واقعیت کښی وطندوسته غازی امان الله خان هم دداسی کسانو له خوا پلانیز په ملی پلانو کښی ناکام کړۍ شو !!!! که سند لری نو دا سند دی ښکاره کړه که خلکو ته دوکه ورکوی نو دوکه اوس نشی چلیدای !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب