جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهکرزی: پاکستان دې د ښه ګاونډيتوب او ورورګلوۍ لاره خپله کړي

کرزی: پاکستان دې د ښه ګاونډيتوب او ورورګلوۍ لاره خپله کړي

تاند( یکشنبه ، د سرطان دولسمه ) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستانه غوښتي، چې افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب او ورورګلوۍ لاره خپله کړي.

نوموړي د‌ يوې مطبوعاتي اعلاميې له خپرولو سره، په تورخم کې د یوه افغان ځان وژنه خورا خواشینوونکې پېښه ګڼلې او د نوموړي کورنۍ ته د ډاډگېرنې مراتب وړاندې کړي.

په اعلامیه کې راغلي:« پخوانی ولسمشر له څه مودې راهیسې په سپین بولدک او تورخم کې له افغانانو ‌سره د پاکستاني مسوولینو نا سم چلند په کلکو ټکو غندي او د پاکستان پر حکومت ږغ کوي چې له افغانستان سره د ښه ګاونډېتوب او ورورگلوي لاره خپله کړي.»

حامد کرزی همداراز د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د ملي اتحاد او اتفاق د ټینگښت له لارې ټولو افغانانو ته په خپل هیواد کې د تعلیم، کار او مناسب ژوندانه زمینه برابره کړي څو خلک د گران هیواد پریښودو ته اړ نشي.

د افغانستان حاکمو طالبانو او پاکستان په دې اړه څه نه دي ويلي.

په تورخم کې پرون یوه افغان سپین ږیري تر هغې وروسته ، چې پاکستاني ځواکونو په افغانستان کې خپل کور ته د ورتلو اجازه ورنه کړه ، ځان تر يوه ټيلر موټر لاندې وغورځاوه ، چې له کبله ېې ومړ او خلکو ېې پر وړاندې توند غبرګونونه وښودل.

1 COMMENT

  1. امیرالمومنین خو هغه وو چې د دجلی د حیوان مقابل کی هم ځان مسئول ګنلو ،د پنجابی، ظالم او
    جاهلو مزدورانو نه ګیله ځای نلری،نیمه پیړۍ ازمایل شوی ،نه د ګاونډی اخلاق پیژنی او نه انسانی ،مګر نورو ته اسلام غواړی او ځان ته د انګریز نیکه قاڼون؛لکه چې الله تعالی فرمایی
    اتامرون الناس بالبر و تنسون انفسکم۰۰۰۰
    کیدای شی دا مظلوم وژل شوی سپین ږیری د سابقین فی الجهاد له مجاهدینو څخه وی خو دحقانیه
    طالبان یی خپل نه بولی ځکه هغه دمتجاوزو روسانو سره جهاد او تر دی پیاوړی او پاکی ورکی زیاته وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب