Homeخبرونهمقاومت شورا: ريښتيني علما دې د ط- الب ملایانو د فتواوو په...

مقاومت شورا: ريښتيني علما دې د ط- الب ملایانو د فتواوو په اړه خپل دریځ څرګند کړي

تاند( یکشنبه ، د سرطان دولسمه ) په ترکیه کې د طالبانو د واکمنۍ پر ضد جوړې شوې ( د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا) په کابل کې د طالبانو په ملاتړ د ملایانو د غونډې پریکړه لیک ته غبرګون وښود.

دغې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو واک غصب کړی او واکمني ېې مشروعيت نه لري ، خو د نمایشي غونډې او د ملایانو له نا مسوولانه فتوا سره د خپلې واکمنۍ د مشروعيت موندلو هڅې کوي.

د دغې شورا په اعلامیه کې د طالبانو د ادعا شوي لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده د وينا په تفسير له مخې ويلي ، چې نوموړي د جعفري فقې د لغوه کیدو خبره کړې ده.

سرچینې د غیر طالب سیاستوالو په اړه د ادعا شوي ملا هبت الله منفي څرګندونو ته په اشارې ویلي ، چې د طالبانو په اړه متمایلو سياسي څېرو ته به ثابته شوې وي ، چې طالبان له خپلې ډلې د باندې چا ته په درنه سترګه نه ګوري او دوی ټول باید د طالبانو پر وړاندې د مقاومت بهیر پیاوړی کړي.

د مقاومت شورا ، چې اعلامیه ېې د جنبش ګوند د مشر عبدالرشيد دوستم او یو شمېر نورو سياستوالو له لوري خپره شوې ، له ټولو دیني عالمانو غوښتي چې د طالبانو د پلویانو ملایانو د فتوا په اړه، چې د طالبانو پر وړاندې مبارزه ېې بغاوت او ناروا ګڼلې ده، خپل شرعي مکلفيت ادا او خپل دريځونه څرګند کړي.

د‌ طالبانو په پلوۍ دغه غونډه پرون پای ته ورسېده ، چې له يو شمېر نورو منفي غبرګونونو سره هم مخامخ شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...