یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+زړونه خپل کړئ

زړونه خپل کړئ

لیکنه: ذبیح الله اېمان

زموږ په ټولنه کې یو بد دود دی، چې ډېری وګړي وينې نو د انسانانو په څهرو باندې به مينيږي. خو اصل خبره دې کې نده، چې څهره ښکلې ده او کنه!

زړونه باید پاک او او په زړونو باندې باید پاچاهي وشي. که زړونه خپل کړو، بیا د ټول عمر لپآره هم څهره او هم زړه زموږ کيږي.

اوس څه ډول کولای شو، چې زړونه خپل کړو نه څهرې؟

د زړنو د خپلو لپاره باید، تر ټولو لومړی نيک اخلاق، نرمه ژبه، ټولنيز اخلاق او مثبت فکر ولرو. ځکه کوم کس که هر څومره ښې سترګې، پاک وېښتان، غټ غټ لاسوونه، دنګه ځواني، ګڼې وروځیې او داسې نور څه ولري، مګر که نيک اخلاق ونه لري هېڅ کله زړه نشي خپلولای.

همدارنګه، که څوک دا پورته هر څه ولري، ځواني، نرګسي سترګې، تور ستر باڼه، او نور مګر چې نرمه خوږه ژبه ونلري، بیا هم نشي کولای چې د خلکو زړونو ته لاره وکړي.

ټولنيز اخلاق، چې تر بل هر شي انسان ته مهم دي، باید ټولنيز اخلاق ولري، ځکه هر کس چې به ټولنه کې د خلکو سره ښه چلند یا ټولنيز نه وي، نو د ټولنې د وګړو هم ور سره چندان تبه نه لګي نو په هر صورت ټولنيز اخلاق د زړونو په خپلولو کې ستر رول لوبوي.

په ټولو کې چې زیات مهم دی، هغه په ټولنه کې مثبت فکر دی. کوم کسان چې د ټولنې د وګړو په اړه مثبت اند لري، د ډېرو خلکو په زړونو باندې پاچاهي کولای شي، ځکه چې دوی د هر انسان خبرو ته ښه په ځير غوږ نيسي او په اړه یې یو ښه مثبت نظر ور کوي، نو همدا لامل دی چې د ښه فکر لرونکي کسان په ټولنه کې زیات محبوب او خلک ورته په ښه سترګه ګوري.

د زړونو خپلو کار ګران کار هم دی، ځينې کسان ددې تر څنګ چې ښه اخلاق، ښه ژبه، مثبت فکر هم لري، مګر بیا هم ځيني خلک ور څخه کرکه کوي. ددوې لویه ستونزه داده، چې د خلکو د خبرو په منځ کې ور لويږي، هر وخت خپلې خبرو کې اولیت ور کوی، او د نورو نظر ورته په زړه ښه نه لګي. نو همدا لامل شي، چې ددې پر ځای چې هغه کس د خلکو په زړه کې ځای پيدا کړي، برعکس شي. مانا دا چې دی غواړي خپل نظر په خلکو په زور ومني نو هغه کله خلک ور سره مني. نو همدا لامل شي چې د خلکو او ټولنې په منځ کې منپور کيږي.

ښه خبره به دا وي، چې هر انسان باید بس انسان ته متقابل احترام ولري، تر څو د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای ولري، کنه بدون له متقابل احترام څخه به هېڅ وخت د خلکو زړونه ل نه کړي.

ځينې خلک په ټولنه کې د وګړو تر منځ درواغجن پېژندل شوي وی، هغوی هم که هر څو زیار وباسي، چې په ټولنه کې د خلکو په زړه کې ځای ونيسي، نشي کولای، ځکه چې هر خبره کې خلکو ته درواغ ښکاريږي. هغوی که هر څو رښتیا ووایي هم خلک پرې باور نکوي، ځکه په ټولنه کې یې ښه نوم نه وي، او د درواغجن په نوم مشهور وي.

لنډه خبره داده، چې که هر څوک غواړي په ټولنه کې ښه نوم ولري او د خلکو په زړه کې ځای ولري. نو اړينه ده ورته، چې نيک اخلاق، ښه ژبه، مثبت فکر او درواغجن ونه اوسي. خو مثبت فکر څه تعليم کولو باندې پيدا کيږي که نران یاست نو په خپلو بچیانو باندې تعليم وکړئ، تر څو په ټولنه کې د ښه فکر کسان ډير او د خلکو په زړه کې ځای و لري.

2 COMMENTS

  1. کاملاٙٙ صحیح خبره ده چې د ښی طبعی خاوندان ،اکثراَََ منفور نه وی او د زړونو خپلول او پر زړونو حکومت د ادمیت معراج ثابتوی او همدا حلاوت د معراج دِ رب العزت موږ ،ټول امت او خصوصاََ
    د امت امراوو ته په برخه کړی۰ امین یا رب العالمین

  2. سلام
    لومړی څهره نه بلکې څېره . منپور نه بلکې منفور . لګی نه باید نه لږیږی ولیکل شی . ستا لیکنه کې دمثبتو او منفی اعمالو او همدارنګه ټولنیزه اخلاق او په اخر کې دتعلیم براهمیت را څرخیدلی یې . مینتوب او ښکلا دې هم تریوه حده څېړلې ده په هر حال تا خبل کوښښ کړی کور ودان.
    تاریخی مسولیت:
    د پوهې اوزده کړې یاد علم ابزار او وسایل ۲غوږونه ، ۲سترګې او یو زړه دی. دریاضی برخه به یي برېږدم چې ولې دا شمیرې لری زموږ دین کې لومړی دخلقت پر مفهوم ، دجوړښت او ترکیب او دریم دفزیالوژی او کار کولو یو عجیب ساختمان لری . داسې نه یوازې دانسان په جوړښت کې بلکې په تولو حیه ځان لرونکو کې لیدل کیږی. سترګې دنور انرژی سره غوږونه دغږ فریکونسی او زړه دثبت او ارادی او غیر ارادی کارونه تر سره کوی.الله ج فرمایی:
    «صم بکم عمی فهم لایرجعون» بشپړه اناتومی راښیی که موږلږ ځیر شو او مسولیت ومنو، دقیقه پا ملرنه وکړو موږ ته رب العلمین بهترین کتاب را لېږلی چې له الحمد لله تر والناس پورې ګتور تفسیر ،ارشادات ، مسایل ،اعجاز علم او معرفت لری. هو! له الله ج څخه ووېریږی او دتعلیم دروازې دمعصوم ولس پرمخ خلاصې کړی! اونور دې تورې تیارې ته دپای ټکی کیږدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب