یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملا هبت الله د بلې خبرې رد؛ متقي له المان سره...

د ملا هبت الله د بلې خبرې رد؛ متقي له المان سره د مثبت تعامل غوښتنه وکړه ‏

تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي پرون په قطر کې دافغانستان لپاره دالمان له سفير ستيفن شنیک سره وکتل.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د آلمان سفير وويل چې هېواد يې له افغانانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي او دوی هڅه کوي چې له افغانستان سره خپلې اړيکې نورې هم پراخې کړي.

‏سرچینه زياتوي:« د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل چې مثبت دوه اړخیز تعامل کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ په نورو برخو کې هم اړیکې لا پیاوړې کړي.»

دا په داسې حال کې ده ، چې د طالبانو ادعا د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده په نوم د ملایانو په لویه غونډه کې ادعا شوي ویناوال له هغو هېوادونو سره ، چې د طالبانو حکومت نقدوي ، د نه تعامل خبره وکړه.

نوموړي له ټینګار سره وویل ، چې د نړيوالو د اټومي بمونو د استعمال په بیه به هم د دوی حکومت له تګلارو لاس وانخلي.

متقي تازه څرګندونې بیا په داسې حال کې کړي ، چې د طالبانو د رييس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملا هبت الله اخندزاده په نوم د غږيدونکي ويناوال يو شمېر نورې خبرې د ملايانو په هماغه غونډه کې په ضمني ډول رد کړې وې.

مولوي کبير د پخوانيو چارواکو د هېواد ته ستنیدو په اړه د ملا هبت الله د خبرو برعکس ویلي وو ، چې د دوی را ستنيدل او په هېواد کې ژوند کول به په باعزته بڼه وي.

د طالبانو یو امریکا مېشتی مخکینی مدافع او تازه منتقد واحد فقیري بیا باور لري ، چې د طالبانو د رهبرۍ تر منځ به د حکومتولۍ ، نړۍ او افغانانو سره د تعامل او ځینو نورو مسايلو په اړه ژر اختلافات برسېره او په وسله والو ناندريو بدله شي.

1 COMMENT

  1. ګوری په بی اتفاقی مه خوشحاله کیږی، همداسی مو دتیر نظام په ضد پروپا ګند کوه او هری واړی خبری ته به مو دومره باد ورکوه چی تا به ویلی چی والله هرڅه ختم دی اوس مو دوی پسی اخستی، یو څه مثبت نظر ورکوی مثبت کارونو ته یی انعکاس ورکړی. مونږ څه ډول حکومت عواړو ، تیر نظام همدی مطبوعاتو والله کمزوری کړ بل اخره سقوط شو اوس مو بیا رمباړی شروع کړی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب