جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکابل: ۱۴ تنه د يوه کس د تښتولو په تور بنديان او...

کابل: ۱۴ تنه د يوه کس د تښتولو په تور بنديان او تښتول شوی کس را خوشی کړل شو

تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) ‏په کابل کې د طالبانو د استخباراتو ریاست وايي چې د دشت برچي په سیمه کې یې عملیات ترسره کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو په پایله کې یې د انسان تښوونکو له منګولو یو تن آزاد کړی او په تړاو یې ۱۴ تنه نیول شوي دي.

 یادې ادارې د تښتول شوي او نیول شویو تورنو کسانو هويت نه دی په ډاګه کړی.

په وروستيو کې د انسان تښتونې خبرونه او پېښې کمې شوي دي.

طالبانو د دغو پېښو د عاملانو پر وړاندې د جدي اقداماتو خبر ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...