شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر /  راپور (۵) / میمونه کامران

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر /  راپور (۵) / میمونه کامران

 د غونډې ځای: انلاین

وخت: د کابل پر وخت پینځه نیمې 

نېټه: ١٤٠٢ل /کال د جنګاښ ٤مه، د جون ٢٥مه

وړاندې کوونکې: ګلالۍ مومند

راپور لیکونکې: میمونه کامران

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د تل په څېر په خپل وخت پیل شو؛ خو دا ځل په دې توپیر چې ټوله غونډه اختر ته ځانګړې شوې وه. دې غونډې هم درې برخې درلودې: لومړۍ برخه  د سیمو اختریز دودونه، دویمه برخه مشاعره او درېیمه برخه لنډۍ جنګي وه.  

دا غونډه په اختریزو شېبو، مبارکیو، خوږو خاطرو، دودونو، شعرونو او لنډیو رنګینه وه. د یادې غونډې په لومړۍ برخه کې  ګډونوالې د خپلو سیمو اړوند په اختریزو دودونو او خاطرو باندې داسې غږېدلې دي:

اختر په وخت د ګلو راغی

زما نازک زړګي نه خېږي فریادونه

نرګس سهاک:

هر ولایت ځانته ځانګړي دودونه لري، چې د هېواد په اکثرو ولایتونو کې يو ډول دي. خو ځینې کوچني سیمه ییز توپیرونه او فرهنګونه دي چې له یوې سیمې او یو ولایت تر بلې سیمې او بل ولایت توپیر لري. 

زه به د کابل ولایت په اختریز دود نظر ورکړم. لومړی د اختر لپاره د چمتوالي دوره ده. چې د کور، جامو او مېوو چمتوالی نیسو. همدارنګه د اختر شپه چې ډېره ځانګړې ده، پدې شپه نکریزې د نجونو لپاره لویه شېبه او فرصت وي.  چې څومره هم ستومانتیاوې او کارونه ډېر وي، خو بیا هم نجونې دغې برخې ته ډېر وخت ورکوي، راټولیږي او غواړي د نکریزو په بهانه دغه شپه تر سبا رڼا کړي. 

د اختر په ورځ موږ تر هغې اختر نکوو، تر څو ټول په دسترخوان را غونډ شي، د ټولې کورنۍ مشران کشران په دسترخوان د هیواد په ابادۍ، روغتیا، اتفاق، او د خوښۍ په خبرو باندې دعا پیلیږی. د مشرانو له ویناوو وروسته د اختر ځانګړي مراسم بشپړ کېږي. نارینه ټول چمتوالی نیسي جومات ته ځي. ښځې او نجونې د کور په کارونو، د مېوو او دسترخوان په تیارولو بوختې وي. کله چې نارینه له جومات راځي نو اختر پیليږي. ټول یو بل ته د اختر مبارکي ورکوي، که د چا هر ډول خفکان په زړه کې وي دا یو اړخ ته ږدي او غواړي اختر په حقیقي بڼه ولمانځي. کشران په همدغه لومړي فرصت کې مشرانو ته ورځي. همدارنګه اناګانې، عمه ګانې، مشران ترونه او د قام مشرانو ته د کور په استازیتوب څو نفره ورځي. نجونې سینګار کوي، جامې اغوندي، ماشومان چمتو کوي. 

یو څه چې کابل ولایت کې ډېر ورباندې تاکید کېږي، له اختر نه مخکې کوژده شویو نجونو ته اختری راوړل دي. چې په هغه کې د ناوې لپاره ځانګړې جامې، شال، نکریزې، د اختر میوه شامل وي. کوچنی محفل جوړوي، د اختري یا عیدي په بهانه راټولیږي. میوه یې کورنۍ په خپلوانو ویشي او ټولو ته وايې چې دا د فلانۍ جلکۍ عیدي وه. د اختر په ورځ بیا بېرته زوم له خپلو خویندو، مور او ملګرو سره د ناوې کور ته راځي. په مقابل کې یی بیا دغه زوم او ورسره ټولو هلکانو ته جامې او له وچو میوو څخه جوړ شوي پاکټونه ورکوي. همدارنګه د زوم لپاره په ځانګړې ډول خجورې، پخې شوې کلچې او په رنګارنګ شکلونو ډیزاین جوش شوې هګۍ ورکول کېږي.

 بل دا چې هغه کورنۍ چې خفګانونه یې تر منځ را منځته سوي وي، له دغې موقع استفاده کوي، د پخلا کېدو غوښتنه کوي، عذر ته ورځي، پسونه ور وړي، که هر څومره هم خبره لویه وي، د اختر په برکت او روی بښل کېږي. نو خدای د په هېواد کې تل داسې اخترونه راولي چې خلک یې له زړه په خوښۍ او رښتینې بڼه ولمانځي. 

ته د اختر په سهار راشه

زه به درووځم تورې سترګې سره لاسونه

نسیمه باري:

زه د جنوبي زون په خاصه توګه د هلمند او کندهار په اړه غږېږم. اختر ته اول چمتوالی نیسي، کور پاکاري کوي، هر څوک د خپل وس سره د کور پردې، بسترې او لوښي نوي کوي. همدارنګه نجونو او ماشومانو ته جامې، بنګړي، نکریزې چمتو کوي.

د اختر شپه په خوښۍ لمانځل کېږي. نجونې او ښځې په خپل منځ کې پلان جوړ کړي، د یوې کور ته ورسي او دغه شپه په خوشحالۍ او ځينې یی په سندرو باندې تېروي. د اختر په سهار کې ماشومان تیار سوې وي، پاک کالي یې په ځان وي، ماشومان یو بل کره مبارکي ته ځي. سهار وختي په کوڅو کلیو او کورونو کې د نکریزو بویونه وي. 

نارینه د سهار لمانځه ته ځي. د سهار کاسه چې زموږ رواج ده، له ځان سره یې مسجد ته وړي. هلته چې خطبه وویل شي؛ بیا وروسته له خطبې د سهار کاسه چې وریجې وي یا هم شیربرنج هغه خوري. له هغه وروسته اختر مبارکي یو بل ته ورکوي. کورونو ته ستنیږی او زیاتره مشران هغه کسان چې وفات شوي وي د هغو زیارت ته ځي او دعا ورته کوي. په کور کې اختر مبارکي کوي. مشرانو ته ورځي. که د دوستانو کره مېلمستیا شوې وي، هلته ځي. که نه وي نو دوی له ځان سره مېلمانه راولي. چې د نارینه وو اختر تقریبا همداسې جوړیږي. نارینه میله او تفریح کوي، چې پدې میله کې هګۍ جنګول، غېږ نیول، په یو ځای را غونډېدل او بانډارونه کوي. 

د ښځو اختر په درېیمه شروع کېږي. یو بل ته داختر د ډوډۍ مېلمستیا کوي. یو د بل کورونو کې د ډوډۍ په پلمه د اختر ورځ لمانځي. کله دشپې ورځي هلته بانډار کوي، غزلې او سندرې وایې. هېره دې نه وي، موږ د اختر جوړه یا د اختر د پوش په نامه هم لرو. هغه نجونې چې نامزد وي، د خسرخیلو له خوا دوی ته د اختر پوش یا جوړه راوړل کېږي. دوستان او خپلوان را خبریږي.

په کندهار کې چې شیریخ ډېر مشهور وي، ښځو ته شیریخ ورکول کېږي. بیا چې ژمی وي فالوده ورکول کېږي. ناوې په ارایشګاه کې جوړیږي. ښځو ته یې را باسي. تقریبا ټوله ورځ یا ټوله شپه له ماښام څخه تر نیمو شپو مېله وي. د نجونو سندرې، غزلې او اتڼوڼه وي. همدا ډول یې د ناوې له لوري زوم ته ور وړي. ټول دوستان او خپلوان راټولوي. زوم راولي، ګوته او ورغوی ور سور کوي. او هغه میوه چې ورته راوړي وي هغه ټولو خپلوانو ته ویشي. چې دا د پلانکي د اختر میوه ده، تاسې هم خوله په خوږه کړﺉ. 

اختره څومره بختور یې 

چې دوه یاران یو بل ته غېږې ورکوینه

درخانۍ:

دلته په کندهار کې چې کوچنیان کله د همسایه ګانو مشرانو ته د اختر مبارکي لپاره ورځي، البته په لرو پرتو سیمو کې کوچنیانو ته کشمش او نخود د اختر په مبارکۍ کې ورکول کېږي. ځينې چې په ښارونو کې دي هغوی بیا کوچنیانو ته د اختر په مبارکۍ کې پیسې ورکوي.

ممکن ټولې خویندې په ماشومتوب کې د نکریزو څخه خاطرې ولري. زما یوه جالبه خاطره دا ده چې کله به مې مور د اختر نکریزې راته وکړې، ټوله شپه به مې همدا خوبونه لیدل چې سهار را کینو، زموږ لاسونو رنګ نه وي اخستی او لاسونه مو همداسې سپین پاتې وي. خو چې سهار به را کېناستم اول به مې خپل لاسونه او پښې کتل چې رنګ یې اخستی ده کنا؛ خو چې رنګ به یې اخستی وو ډېره به خوشحاله وم. کله به چې خامې وې، نو مور ته به مې ویل دویم ځل نکریزې کوم چې خامې دي. 

کندهار کې ورځ په ورځ نکریزو کې تغیرات راغلي دي. زما په کوچنیوالی کې به یی نکریزو ته یو ډول سلوشن کاروو. چې په هغه سلوشن به یې نقشونه جوړ کړه او نکریزې به یې په کېښودې. نکریزې به هماغه ډول راغلل. خو اوس تر ډېره  نکریزې یوازې په پښو کېښودل کېږي. په لاسو نقشونه اچول کېږي. خو د نکریزې رواج او مینه په خپل ځای پاتې ده هیڅوک یې نه پرېږدي.  

اختره څنګه به خوشحال شم

چې مې په زړه پراته دلۍ دلۍ غمونه

ګلالۍ مومند: 

ډېره مننه درخانۍ جانې! فکر کوم چې دغه د نکریزو تشویش د ټولو کوچنیو وو. دغه ته ورته خاطره زه هم لرم. اختر کې به چې مور راته نکریزې کېښودې، نو دا ډول به یې کېښودې چې نکریزې به مو په موټي کې ونیول. کله به مو چې موټی خلاص کړ، په ورغوي کې به سپینې کرښې راغلې. یعنې هغو ځایونو به رنګ نه وو اخستی. خو ما به ټوله شپه له دې غمه خوب نه درلود، چې که زه په خوب کې موټی خلاص کړم نو دغه سپینې کرښې به ړنګې شي، بل ډېر لوی تشویش مې دا وو چې ښه که لاس خلاص کړم، وې مینځم او نکریزو رنګ نه وي اخستی بیا به څه کووم. یعنې دا د کوچینوالي ډېره خوږه خاطره ده، چې ټول یې لرو.

د اختر ورځ ده خوشالي ده

يار مې مېلمه دی د زړه غوښې ورکومه

فرزانه تره کې: 

زه به د خپل زېږد ځای یعنې غزني ښار د اختریز دود په اړوند له تاسې سره وغږېږم. د غزني ولایت زیاتره دودونه له نورو سیمو سره ورته والی لري. او ځينې دودونه یې ځانکړي دي. څو ورځې مخکې د اختر لپاره چمتوالی نیول کېږي. ښځې د اطاقو دیوالو او برنډې چې موږ ورته په خپله لهجه کې چوترې ورته وایو په خاورو را سپینوي. زموږ په سیمه ییز لهجه ورته اشوکول وایی. ټول دېوالونه او چوترې اشوکوي.

زموږ په سیمه کې د اختر لپاره له خټو څخه وړې ګلدانیانې جوړوي. په هغه کې ځینې شنه بوټي او ګلان کري. او د کور مېرمنې هماغه ګلدانۍ په چرمو، مریو او اینو سره ډیزاین کوي. 

 د کور مشران د ښځو او ماشومانو د کالیو لپاره ټوټې اخلي. د کورنۍ ټول غړي ځانونو ته جامې جوړوي. نارینه د جامو تر څنګ نوې خولۍ، لونګۍ واسکټ او لوی څادرونه جوړوي. ښځې بیا په لاس جوړ کړي ټیکري، جامې او غاړې جوړوي. 

پېغلې خپل لاسونه د ګوتو تر اخري بندونو پورې په نکریزو سرې کوي. که چېرته یې یې نیمایي ګوتې سرې کړې وي او نیمې پاتې وي، نو بیا د پېغلو تر منځ داسې پېغوریږي، چې ښایي نکریزې یې کمې راوړې وي یا یې هیڅ نه وي راوړې. او تر څنګ یې کوژدن شوې پېغلې د خپلې خسرګنۍ لپاره ډالۍ چمتو کوي، چې په خپل لاس یې چمتو کړې وي. یعنې مېړه ته په لاس کړی یخن ، خسر لپاره جامې، لېوره ته په لاس کړی څادر، ایندرور او خواښې ته جامې جوړې کړې وي. لستوڼي او ګنډونه یې تیار شوي وي، چې زموږ په لهجه کې ورته د ولو او ګرېوانو جامې وایې. دا جامې په چرمو، زرتارو، مریو، د وون په تارونو، خامک او په بیلابیو ګلدوزیو سره ګنډل کېږي. له ځان سره یې ږدي، تر هغه وخته چې خسرګنۍ یې هم اختری ورته راوړي. خسرګنۍ یې په اختریزه ډالۍ کې د نجلۍ لپاره په لاس جوړ شوي څو جوړه جامې، د سینکار توکي، نکریزې، بنګړي، رانجه او داسې نور راوړي. دواړه خواوې خپلې ډالۍ په ځانګړو دستمالو کې چې نخود، کشمش، په اور سره کړي غنم او چاکلیټ دي غوټه کوي. يو او بل ته یې ورکوي.

د  اختر په سهار د کورنیو له غړو څخه یوازې ښځې مخکې له لمانځه څخه راپاڅېږي. تنورونه اچوي، کورنۍ کلچې، فریني، مربا او جای تیاروي. هګۍ جوشوي، غنم دانې سرې کوي. ترڅو چې ښځې له خپلو کارونو را خلاصیږي. ښځې په کورونو او نارینه په جوماتونو کې لمونځونه ادا کوي. د لمانځه وروسته ټول اختر مبارکي سره کوي. ځینې خلک د اختر لمانځه وروسته دنږدې خپلوانو قبرونو ته ځي بېرته جوماتونو ته را ستنیږي. یو عمومي دسترخوان هواریږي. له کور څخه چې هر څه چمتو شوي وي جومات ته وړل کېږی. وروسته خپلو کورونو ته ځي. اختر مبارکي کوي. 

په ځانکړو سیمو کې ځوانان مېلې کوي. غېږې نیسي، نېزه بازي کوي، ډولونه وهي، او اتڼوڼه کوي. ماشومان بیا چامغز جنګي، هګۍ جنګي، خوسی او بېډۍ کوي. بېډۍ یوه لوبه ده چې توشلو ته ورته کېږي. وړې ماشومانې ډلې ډلې کورونو ته ځي، چې په اختري کې دسمالونه ورکول کېږي. چې په هغه کې مېوه لکه نخود، کشمش، چاکلېټ او د سره کړو غنمو دانې وي چې موږ ورته نینې وایو. پېغلې بنکړي اچوي، رنګارنګ کالي اغوندي او په لاسو جوړ کړي چوټي ګلان ویښتو کې بندوي او سینګار کوي. ډله ډله کورونو ته ځي، اختر لمانځي.

 د ښځو اختر په درېيمه پیليږي، مېلمستیاوې کوي، د څو کورو ښځې په یو کور کې راټولیږي، چمبې وهي او اختر لمانځي. دا چې نړۍ د بدلون په حال کې ده، په همدې تړاو د پخوا په پرتله په وروستیو کلونو کې په دودونو کې بدلون راغلی ده. پخوا به پېغلو تر اخري بنده ګوتې سرې کولې خو اوس په لاس نقشونه اچوي. او ښځې یوازې میلمستیاوو ته ځي، چمبې نه وهي.

اختر ته ځكه خوشالېږم 

چې مرور جانان به ما پخلا كوينه

میمونه کامران: 

زه به د خپلې سیمې پکتیا ولایت د اختریزو دودونو په اړوند ډېره لنډه وغږیږم. مخکې له دې چې اختر سي، د اخر په شپه د څو کورو غړي په خپلو کې سره را ټولیږي او د اختر د کولو لپاره سره تصمیم نیسي. دغه د اختر د کولو اصطلاح څخه هدف د اختر لمانځل دي، په داسې ډول چې په کومه ورځ به د کوم کور د اختر وار وي، نو هغه کور به مړۍ کوي. او د نورو کورونو غړي به ټول لوی واړه ښځینه او نارینه ورځي، اختر به ورکره کوي. که چېرته کورونه ډېر وي، کولای سي یوه ورځ دوه یا هم درې کوره وي. په نوبت به یو ځل به د یو کره مړۍ خوري، بیا له همدې فامیل سره یو ځای دویم کور ته ځي او له دې وروسته ټول درېیم کور ته ځي، که څه هم مړۍ یې خوړلې وي خو اختر ورکره کوي.

چې د اختر په درېیو ورځو کې همدا ډول دوی اخترونه سره کوي. کله چې اختر سي؛ سهار وختي مشران جومات ته ځي، له هر کور څخه جومات ته چای وړل کېږي. د کلي مشران، ځوانان او ماشومان یو له بله ښایسته جامې اغوندي، په جومات راټولیږي. یو ځای، د یو چت لاندې، او په یو سترخوان د اختر چای چکي. وروسته د اختر د لمانځه په اداکولو سره په خپلو منځو کې د اختر مبارکي کوي. که په خپله کورنۍ او یا خپلوانو کې کې یې څوک وفات شوي وي، هدیرې ته ورځي، دعا ورته کوي او بېرته خپلو کورونو ته را ستنیږي. د کور مشرانو او نورو غړو ته د اختر مبارکي ورکوي. ماشومان کور په کور ګرځي، اختر مبارکي کوي. هغه کورونه په بدل کې د اختر مېوه ورکوي. چې نخود، کشمش، چارمغز او پلي پکې شامل وي. د هر چا چې اختر وو، په هغه ورځ به مړۍ د هغه په کور کې خوړل کېږي. خورلڼې سره راټولیږي بنډارونه کوي، ورځ په خوښۍ تېروي او همدا ډول د کور ولا خورلڼو او مېلمنو ته هم د اختر مېوه ورکوي. مشران د خېښانو او دوستانو کره ځي، اختر مبارکي کوي. ځوانان په چکر ځي. په ټوله کې اختر په مینه، خوښیو، چکرونو او بنډارونو سره لمانځي. 

اختر په بل وطن کې راغی 

لکه بې مالګې ډوډۍ خوند نه را کوینه

عابده سپوږمۍ: 

دلته بهرنیو هېوادونو کې لس فیصده هم هغه خوشحالي نشته، کومه چې په خپل هیواد کې ده. په سر کې به د قرباني په اړه دومره ووایم چې مسافرو خو دغه اختر وي چې خپلې سیمې یا خپلې کورنۍ ته چې په هېواد کې دي، نغدې پیسې لیږي. او ورته وایي چې موږ هم په قرباني درسره شریک کړﺉ. دلته د اختر په ورځ که چېرې له نېکه مرغه داسې تصادف برابر شي چې رخصتي وي او اختر د رخصتۍ په ورځ راشي نو یو اختر دوه اختره شي. او که رخصتي نه وه نو بیا فکر نکوم اختر هاغسې وي چې د کور ټول غړي دې سره را ټول اوسي. د اختر اوله، دویمه او درېیمه دلته په حساب کې نه راځي. هغه ورځ چې رخصتي راغلې وي نو اختر دی. که نه وي نو کولای شي، د اختر په څلورمه ټول اختر د اولې ورځې په شان ولمانځي. 

 بل دا چې د مېلمه تګ راتګ دلته نه وي خو بیا هم  لکه یو دود چې چاته پاتې وي، له اختر مخکې کورونه پاک کېږي. او د اختر په شپه د اختر مېوه یا هم د اختر دسترخوان هواریږي. او بل دلته چې کومې افغانې ټولنې دي له اختر څخه څو ورځې وړاندې پلان نیسي. د اختر په ورځ سره راټولیږی، دا ورځ سره لمانځي. چې مشاعره، اختریزې او ټپې موسیقي پکې وي. بیا هم اختر په خپله سیمه او خپل هېواد کې اختر دی.

اختره تل تر تله اوسې 

چې د بېلتون په کور تر مرګه وي ویرونه

ځولۍ لمن: 

خوست کې خو ‎زما تر ماشومتوبه د میرګن ( میرګند) دود وو، چې تنکيو ځوانانو به میاشت مخکې د کیکر، سپنګورو ونې ، او اغزې له ټولولو وروسته په کورونو کې جمعه کول تر څو یې د اختر په شپه د کلې میدان منځ کې سره يو ځای او اور ورکړي. یاد مې شي چې د اور لمبو ته به هلکانو ټوپونه وهل، ځوانانو به اتڼونه کولې او مونږ نابلغه نجونو به چې موټو کې لمدې نکریزې نیولې وې ،  له  دوی لږ اې خوا اختریزې سندرې زمزمه کولې.‎ د اختر لپاره معمول دا وو چې ټولې واده شوې لوڼې، خویندې به  پلارګنۍ کره راتلې او په یوه کور کې به له پیغلو سره را ټولې شوې نکریزې به یې لګولې .‎یاد مې شي چې اخترونو کې به غرمنۍ له عادي ورځو وخته تیاریدو، په میوو زېږې وریژې ( ډنډکی) کنډک مستې او د غوا زېړ غوړیو به بېل خوند وو. ‎پیغلې به له غرمنۍ وروسته په نوي جامو او ښې سینګار شوې ډول، زیارتونو ته تللې. دا تګ به د دعا یا زیارت کولو په موخه نه وو، بلکې یوه میله غوندې بلل کیده. ‎خو اوس خبرېږم چې میرګن، او زیارتونو ته تګ ډیری خلک د زردشتیانو دود او بدعت ګڼي، چې ورو ورو په ورکیدو دی.  ‎بل هغه څه چې ممکن له نورو سیمو زمونږه بدل وي، دا وو چې مونږ یوازې کوژدن شوې جیلکۍ او زوم  ته د برخې وړلو دود نه لرو، بلکې په اخترونو کې د نوي زوم

 «زوم ګیري » هم اړینه وي، چې په دې کې هلک په اول وار د خسر کور ته ځي ، زما د ادې خبره چې د خسر کره یې ایلا پښه ور ماته شي . ‎نو زوم ګیري چې اکثر وخت د اختر اولې نه پس دوو درېیو ورځو کې وي، د کلې ځوانان را ټولیږي او په حجره کې په وړکي او ورسره راغلې ملګرو پورې ټوکې مسخرې کوي. پس له ډوډۍ خوړلو به وړکی له حجرې کور ته راوست،  نو د کلې ټولې شوخې شوخې نجونې به ورته مخکې له مخکې را ټولې شوې وې، ځینو به ترې بوټان پټول، ځینو به په غوړ شوي جام کې پرې اوبه څښلې، او ځینو به به پرې ټوکې او مسخرې کولې، او اخر کې به یې ورته شکور را واخیست چې له خوږو ، ممپلو بادامو به ډک وو او هلک به له حجرې وروسته نجونو ته هم پکې پیسې واچولې. چې هغه به وروسته ټولو نجونو په خپلو کې سره وویشلې.

د غونډې دویمه برخه مشاعره وه. میمونې کامران، عابدې سپوږمۍ، خوږې شېرزاد، ځولۍ لمن، ګلالۍ مومند او امنې فنا شعرونه دکلمه کړل. 

د غونډې درېیمه برخه لنډۍ جنګي چې ګډونوالو ورته شېبې شمېرلې او بې صبرانه ورته په تمه وې، د نرګس سهاک په لنډۍ پیل شوه. ورپسې ګلالۍ مومند، ځولۍ لمن، ځلا نور، عابده سپوږمې، درخانۍ، فتانه ژوند او نازو فیضي په نوبت ونډه واخیسته.

 د غونډې په پای کې ځولۍ لمن او ځلا نور په خپلو ښایسته ځاځۍ او خوستۍ لهجو لنډۍ جنګي وکړه. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب