Homeخبرونهد اختر په مناسبت تر ۲ زره ډیر بندیان خوشي شول

د اختر په مناسبت تر ۲ زره ډیر بندیان خوشي شول

تاند(سې شنبه، د سرطان ۷ مه) سترې محکمې نن اعلان وکړ چې د ملاهبت الله اخوندزاده د فرمان پر اساس یې د لوی اختر په مناسبت تر ۲ زره ډیر بندیان خوشي کړل.

سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټولټال ۲ زره ۱۷۸ تنه بندیان بخښل شوي او د ۴۷۹ تنو نورو د بند موده لنډه شوې ده.

په خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې بخښل شوي بندیان په کومو جرمونو محکوم او بندیان شوي وو.

د طالبانو د حکومت د محبسونو د چارو د تنظیم د ادارې پر اساس د افغانستان په ټولو محبسونو کې څه باندې ۱۷ نیم زره بندیان ساتل کېږي.

دې ته په پام چې د طالبانو د واکمنۍ لا دوه کاله نه پوره کېږي، اوولس نیم زره بندیان زیات شمېر دی خو له بلې خوا که بې روزګاري او شدیده بیوزلي په پام کې ونیول شي، طبیعي ده چې جرمونه زیاتیږي نو د بندیانو د شمېر زیاتوالی د توقع خلاف نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...