پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهیوناما: د طالبانو له واکمنیدو وروسته تر زرو زیات افغان ملکیان وژل...

یوناما: د طالبانو له واکمنیدو وروسته تر زرو زیات افغان ملکیان وژل شوي

تاند: ( سې شنبه، د سرطان شپږمه)   په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازیتوب دفتر( یوناما) ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې له 1,000 څخه ډیر ملکي افغانان په بمباریو او نورو تاوتریخوالو کې وژل شوي دي.

د (یوناما) د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ څخه د روان کال د مۍ تر میاشتې پورې ۱۰۹۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۶۷۹ نور ټپیان شوي، چې دا د بشپړ امنیت او وینه دیدو په اړه د طالبانو له ادعاوو وروسته هم جدي امنیتي ننګونې په ګوته کوي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د دغو بریدونو دوه اصلي ځانګړنې د مذهبي ځایونو او د افغانستان د هزاره ګانو زیاتېدونکي په نښه کول دي.

زیاتره مرګ ژوبله د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې، چې په کې په عامه ځایونو لکه جوماتونو، ښوونیزو مرکزونو او بازارونو کې ځانمرګي بریدونه هم شامل دي.

که څه هم د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د ناټو په ملاتړ د پوځ له راپرځېدو وروسته وسله واله جګړه کمه شوې ده، خو امنیتي ننګونې پاتې دي، په ځانګړې توګه د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان څانګې بریدونه.

د یوناما په وینا، دغې وسله والې ډلې د اکثرو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی او دا یې هم یادونه کړې چې د تاوتریخجنو پېښو له کمېدو سره سره د وژونکو بریدونو زور زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي: “د یوناما ارقام نه یوازې دا چې د ورته بریدونو له امله د ملکي تلفاتو دوام ښیي، بلکې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ راهیسې د ځانمرګو بریدونو په مرګ ژوبله کې هم زیاتوالی راغلی، چې لږ شمېر بریدونو د ملکي تلفاتو د زیاتوالي لامل شوی دی.”

طالبانو د یوناما د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو چارواکي او ویاندویان یې وایي چې له واکمنیدو سره یې وینه توییدل پای ته رسیدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب