یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهچین: طالب رژیم پرمختګونه لري، خو لا هم اندیښنې ترې شته

چین: طالب رژیم پرمختګونه لري، خو لا هم اندیښنې ترې شته

تاند: ( سې شنبه، د سرطان شپږمه)  د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له راتګ څخه چې په تېرو دوو کلونو کې واک ته ورسېد، ځينې پرمختګونه شوي او ځينې اندیښنې لا پر ځای پاتې دي.

نوموړي وویل: د د موقت حکومت له جوړېدو راهیسې دغه حکومت ځينو تعهداتو کې مثبتې لاسته راوړلې لري.د افغانستان د سوله ایزې بیارغونې او خپلواکې پراختیا لپاره او له نورو هېوادونو سره یې په فعاله توګه تبادلې او همکارۍ کړې دي.

هغه د طالبانو د کړنو د ستاینې په ترڅ کې زیاته کړه: د اقتصاد د ودې، د فساد د له منځه وړلو، د نشه یي توکو د کښت د بندولو او د خلکو د هوساینې او عامه نظم د ښه والي لپاره یو لړ اقدامات شوي چې اغېزمنې پایلې یې لرلې دي.

ماو هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه د نړیوالې ټولنې د تمې په اړه وویل: افغانستان اوس هم له یو لړ ننګونو سره مخ دی او نړیواله ټولنه لا هم د افغانستان د موقت حکومت د حکومتوالۍ په اړه ډېرې اندېښنې لري.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل: هيله لرو چې د افغانستان موقت حکومت د افغانانو د ګټو د تامينولو او د نړيوالې ټولنې د هيلو د پوره کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي څو په نورو برخو کې د نړۍ لا زيات تفاهم، باور او ملاتړ ترلاسه کړي.

طالبانو بیا د خپل واک لاندې افغانستان په اړه د نړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو اندیښنې رد کړي او ویلي، چې افغانستان یې امن کړی او له خاورې یې چا ته خطر نه دی پېښ.

1 COMMENT

  1. ATTANTION/BORDER POLICE FOR SMOGLING
    china is theft for afghan minerals/but pakistan is theft for every thinG
    defense minister must CONTROL SMOGLING SPECIAL ANIMALS LIKE COW//LAMB.
    BECAUSE AFGHANS NEED TO EAT MEATS TOO.
    AFGHANS MUST GROW UP MORE ANIMALS FISH/CHICKEN.
    BUT GOVERNMENT MUST CONTROL PAKISTANI DIRTY FISH&CHICKEN MEAT.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب