یکشنبه, مې 5, 2024
Home+زما د نیا د وخت اختر / ځلا نور

زما د نیا د وخت اختر / ځلا نور

زما نیا جانه د اتیاوو کالو شاوخوا ده هغې سره مې ناسته پاسته ډېره ده، هرکله راته د خپل تېر ژوند خاطرې په ډیر مینه وایې ځای ځای ټپې متلونه سروکې…. هم پکې وایې، دا ځلې مې غوښتل ترې وپوښتم چې پخوا له ما نه زموږ په کلي( پکتیا ځاځیو ایوب)  کې اختر څه ډول لمانځل کیده، څه پکې و چې اوس نشته نیا جانې خپلې خبرې د اختر له شپې راته شروع کړې؛ ویل یې چې په هغه وخت کې نکریزې په سختی پیدا کیدې نو په اختر یا بله خوشحالی کې به دوی خپله نکریزې یا یو ډول رنګ جوړولو چې په میاشتو به نه پاکیده، د غوړیو ټیم به مو راواخیست په هغه کې به مو یوه وړه کاسه کېښوده، تور چای او بوره به مو ګډ کړي و له کاسې به  مو چار چاپېر په ټیم کې واچولو او د ټیم په سر به مو یوه ټیمي کاسه کلکه کیښوده او د ټیم لاندې به مو اور بل کړ، د بورې او چایو تاو به چې پورته کېده نو هغه څاڅکي به بیرته په لاندې کاسه کې تویېدل چې دا به موږ راواخیست  په لاسو به مو ووهلې نو په میاشتو به یې رنګ زموږ په لاسونو و. 

د نجونو به همدا نکریزې وې او ځینو شوکي هلکانو به هم خپل ورغوي په نکریزو سره کول، هلکانو به له اختره یوه میاشت یا شل شپې وړاندې د وابختي ( اوبخته) په نوم د یوې ونې څانګې راوړې په منځ کې به یې یوه اوږد لرګی ولګاه او چارچاپېره به یې ترې د وابختې ونې څانګې کیښودې دا به د یوې ونې په څیره جیکه جوړه کړه، تر اختره به څه ناڅه را وچه شوه او بیا به یې د اختر په شپه اور ورکولو کله به چې ډیوې ډیرې بلې شوې نو د کلي خلکو ته به  معلومه شوه چې سبا اختر دی، او بل به متاوې هم وې یعنې په لرګي پسې به یې ټوټه وتړله هغه به یې په تیلو کې ووهله بیا به یې هغه یو طرف بل طرف ته شړله، وړې نجونې به هم ورسرت وې چې دریه به یې وهله او سندرې به یې کولې، ښځو به ټالونو اچولي و د اختر په ورځ به په ټالو کې ځنګیدې د هرې یوې به خپل نوبت و او لاندې به چې ناستې هغوی به دریه وهله او سندرې به یې ویلې او دوه دوه نفره به هم په یوه ټال کې ځنګیدې،  اختر خو د ماشومانو وي نو ماشومان به کور په کور ګرځیدل ښځو به په اختري کې( خوني) ورکاوه چې جوش کړې هګۍ، نینې، پولۍ، غوزان، مڼې… به پکې وې. بیا به د اختر مړۍ ګانې شروع شوې چې سړي به کور په کور ګرځیدل او هر کور کې به یې لږه څکه کوله او اخر کې به د کلي مشر یا ملک کور ته راټول شول او هلته به یې ښه په مړه ګیډه ډوډۍ وخوړه. 

ښځې به هم په یوه کور کې راټولې شوې، ډوډۍ به یې وخوړه او ټوکې ټکالې به یې وکړې…. 

د نیا سترګو ته مې وکتل، لکه د خیال په وزرو چې ماضي ته الوتلې وي، د دریا غږ وي او دا له کومې همزولې سره په ټال کې ځانګي.

یادونه: د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د اختر په مناسبت، د سیمه ییزو دودونو په هکله د لیکنو او خاطرو لړۍ پیل کړې ده چې د دوی د خواله رسنیو پر پاڼو یې هم لوستلی شئ.

1 COMMENT

  1. موږ ډېوه لګولې وه، لرګي يې تمام شول بيا دغلته چېرته کوم ملګري د کوم دهقان جوار ورته راوړل، پوټکي يې وچ شوي وو سړى چې راغى ملګرى ې سخت رانه وغروبولو. اريوب کې اوس هم د ډېوې بلولو دود لا ځاى نيم شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب