جمعه, مې 17, 2024
Home+په دې ورځ جنوبي ویتنام سقوط وکړ

په دې ورځ جنوبي ویتنام سقوط وکړ

تاند – له نن څخه 49 کاله پخوا د ۱۹۷۵ ع کال د اپریل په دېرشمه د جنوبي ویتنام پلازمېنه سایګون د شمالي ویتنام پوځیانو او ویت کینګ چریکانو ونیوه او د جنوبي ویتنام امریکا پلوه حکومت ونړېد.

د سایګون تر سقوط یوه اوونۍ دمخه د امریکا سمندري ځواکونو له جنوبي ویتنامه خپل وروستي پوځیان او له سایګونه اویا زره ویتنامیان وایستل او په دې ډول یې د ویتنام لس کلن نیواک پای ته ورساوه.

تر ټولو وروستي امریکایان هم په همدې ورځ (اپریل۲۹) په سایګون کې د امریکا د سفارت له بامه د هیلي کوپتر په وسیله لاړل.

د شمالي ویتنام د ځواکونو او ویت کینګي چریکانو له خوا د سایګون له نیولو وروسته د جنوبي ویتنام د پلازمېنې نوم د ویتنام د کمونست ګوند د فقید مشر په یاد په هوشي مین واوښت.

د شمالي ویتنام د کمونست رژیم له بري سره د دوو ویتنامونو جګړه پای ته ورسېدله خو ویتنام تراوسه پوري د کمونستي او سوسیالیستي سیستم له هغو منفي پایلو نه دی خلاص شوی چې د دغه هیواد اقتصاد زغملي دي.

د ویتنام شاوخوا هیوادونو خورا وده کړې خو دا هیواد ایله اوس بریالی شوی چې ځان څه نا څه له کمونستي اقتصادي سیستم څخه وژغوري او په ازاد بازار کې د ګډون له لارې د پرمختګ په لور ګامونه واخلي.

ویتنام د فرانسې د استعمار په دوره کې او د فرانسې پرضد د هند او چین د لومړۍ جګړې په مهال په شمالي او جنوبي ویتنامونو وېشل شوی وو.

1 COMMENT

  1. افغانستان هم هغه واقعه پاندی تکرار کړه. ددوی دتوقع په خلاف تحمیل سوی دیموکراسی چی په لس تر شل زرو عسکرو ولاړه وه وشړیده او ددیموکراسی په نامه راوارد کړی دیموکراتان تر امریکایانو اول وتښتیدل.
    همهغه دویتنام په ډول په بیړه او ویره کی ډوب امریکایان په تښتیدو ښکاریدل. دا کرت یی لیږ هوښیاری کړی وه چی له طالبانو سره یی دخبرو چینلونه درلودل او په هوایی میدان کی محاصره ول. خو هغه دهیلیکافتر عکسونه به مو لیدلی وی چی دویتنام په توګه یی خلک له سفارت نه نقلول. زما خو دویتنام او کابل عکسوی په لیږ فرق مقایسه کول.
    همداسی شرمیدلی دریمه واقعه کیدای سی په یوکراین کی هم راسی. هیله ده چین او ترکیه ملی یوکراینی څیری پیدا کړی چی دشرقی او غربی اشغال په ضد وجنګیږی او له دواړو خپله آزادی واخلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب