پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهایران نژدې ۴۰ زره افغان کډوال افغانستان ته راواستول

ایران نژدې ۴۰ زره افغان کډوال افغانستان ته راواستول

تاند (دوشنبه، د ثور ۱۰ مه) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي چې د ثور په اوومه او اتمه له ایران څخه د اسلام کلا بندر له لارې ۳۹۴۳ افغان کډوال هیواد ته راګرځېدلي دي.

د دغه وزارت پر اساس، دا کډوال په خپله خوښه یا په زوره له ایران څخه راغلي دي.

دغه وزارت نن (دوشنبې) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې له ایران څخه په راستنو شویو کډوالو کې ۴۸ بې سرپرسته ماشومان دي.

بې سرپرسته ماشومان د نړیوالو موسسو په مرسته خپلو کورنیو ته استول کېږي خو مخکې تر هغه د نړیوالو موسسو له لوري د هغو د خپلوانو د موندلو هڅه کېږي.

ډیر ځلي ایراني پولیس په کوڅو کې افغان ماشومان نیسي او بې له دې چې په ایران کې د هغوی له کورنیو سره تماس ونیسي، له پولې یې رااړوي.

د روان اپریل په ۱۲ مه د طالبانو د نیمروز ولایت چارواکو وویل چې ایران په تېر یوه کال کې نژدې ۲۰ زره بې سرپرسته افغان ماشومان یوازې د ورېښم پل له لارې نیمروز ته ګرځولي دي.

په وروستیو کې د ایران پلازمېنې تهران ښاروالۍ مسوولینو ویلي وو، له لارو، کوڅو داسې ماشومان ټولوي چې پر ډېرانونو ګرځي او د پلور وړ توکي راټولوي.

د تهران ښاروالۍ ویاند عبدالمطهر خان په دا وروستیو کې یوې پوښتنې ته په ځواب کې چې د دې ماشومانو په تړاو شوې وه، د هغو ”ناقانونه افغان” ماشومانو خپل هېواد ته استولو ته اشاره کړي وه، چې مزدوري کوي، له ډېرانونو توکي ټولوي او د ډېری هغو عمرونه له ۱۵ کلونو کم دي.

ایراني چارواکو له دې مخکې هم د هغو افغان ماشومانو شړلو خبره کړې وه، چې په دې هېواد کې مزدوري کوي.

په ایران کې د کډوالۍ ملي سازمان مشر د تېر کال حوت میاشت کې ویلي و، هغه بهرني ماشومان به راټول او وشړل شي، چې په غیر قانوني توګه په ایران کې مزدورۍ کوي.

ایراني چارواکو په دا وروستیو کې سلګونه زره افغان کډوال او پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استولي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

3 COMMENTS

  1. اول خو موږ باید خپل مشکلات خپله حل کړو ؛ خپل ورور سره خپله ډوډۍ نیمه کړو ،دا په اسلام او انسانیت کی سابقه لری خو مع الاسف اوس ګاونډی او اسلامی بډای ملکونه او حکام، سیاسی منافقانه چلند یی مروج کړی یعنی نه انسانی چلند کوی ، نه د حل لاره لټوی او نه ضعیفو کرایی حکامو ته لارښوونه کوی چي لدی امتحان څنګه بریالی وتلی شی.
    ایران ،پاکستان او ترکیی ته که یهود او نصاری څه ورکړل ، مهاجرین ساتی، ورنه د ټولو اسلامی او انسانی دودونو خلاف د اراذلو په واسطه یی داړی،هر ظلم روا بولی او دا افغان چي پوښتندوی او حامی نلری او حکام یی د اسلام ،غیرت او انسانیت دعوی لری ،هیڅ لکه پیش کله کر یاسین خواندن.
    نو دا دعا به کوو چي الله رب العزت خپل بهترین بندګان ددی مظلوم بی دفاع امت خادمان وګرځوی آمین یا رب العالمین

    • دا ځکه چی مونږ افغانان پاک او صادق خلک ېو او هغه داسی چی د نبوی احادېثو مطابق ټول مسلمانان سره ورونه دی او مونږ ورته ورونه ووېل او حتی د انصارو لقب مو ورکړ حتی دی ته مو هم ونه کتل چی پنجابی ورونه مو لکه سکاره تک تور دی او د ورور ورور چغی مو وهلی. خو دا ورورولی ېو طرفه وه ، هغوی زمونږ ورونه و اما مونږ د هغوی مشروط ورورنه و يعنی که مو د هغوی خبره بلا قېد او شرط منله نو مونږ ېې ښه ورونه و خو که مو نه منله نو بېا خو ورونه لا څه کوی چی په ګاونډېانو کی ېې هم نه حسابولو.
      خو زما په اند بهتره تر څو له دی بی اساسه مطلبی ورورولۍ تېر شو او هغه څه وکړو چی څه کی زمونږ ګټه وی. پنجابی او عربی دی خدای زما ورونه نه کړی ، د دواړه دی رنګ ورک شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب