انسان یو ټولنیز مخلوق دی، چې الله تعالی د خپل عبادت، خلکو ته د خېر رسونې او خپلې کورنۍ ته د حلالې روزۍ ګټلو په موخه پیدا کړی دی. ټولنیزوالی یې په دې مانا چې د ټولنې له هر قشر سره مناسبې اړیکې ولري، د هغه په چوکاټ کې ژوند، کار او رزګار وکړي او له دې دایرې و نه وځي.
په دې وروستیو کې لیدل کیږي، چې په یو شمېر ولایتونو کې ځان وژنې/ځوان وژنې کیږي، سره له دې چې ځان وژنه کول په اسلام کې ناروا او د سختې اخروي جزا وړ عمل دی. دا ځان وژنې اکثریت د ځوان نسل له لورې ترسره کیږي، چې مختلف عوامل لري او په دې لیکنه کې یې له حل لارو سره یو ځای یادونه کوو.
عوامل:
- د کورنۍ د مشر له لورې زیاته ازادي ورکول او یا زیاته پابندي وضعه کول.
- د ځوانانو د خواهشاتو نه پوره کیدل او یا نه قابو کول.
- اروپایي او نورو هیوادونو ته د تګ ليوالتیا لرل او کم امکانات.
- د ځیرک موبایل او ټولنیزو رسنیو بې مسولیته او خپل سرې کارونه او لیدنه.
- د ژوند ملګرې پیدا کولو برخه کې د مینې ځای ته نه رسیدل او یا د کورنۍ په خوښه ملګرې ټاکل.
- د بې لارو ملګرو او ټولګيوالو لرل.
- د دوی ورځې او ژوند تېرولو برخې ته نه پاملرنه او وزګار ساتل.
- په ستر عمر کسانو کې غربت، بې روزګاري او کورني فشارونه.
پورتني او یو شمېر نور هغه عوامل دي، چې انسان خپل ښکلی او خوږ ژوند له لاسه ورکوي، د اخروي عذاب سره مخ کیږي او کورنۍ په ځانګړي ډول مور او پلار د اوږده ویر او غم په ټغر کېنوي، چې څو حل لارې یې په لاندې ډول وړاندیزوو.
حل لارې:
- د کورنۍ مشر باید د خپلې کورنۍ اوږدمهاله پلان ولري، د درس ترڅنګ ځوان نسل په یوه کسب او هنر کې بوخت کړي، ترڅو دایره یې محدوده او د کنټرول وړ وي.
- ځوان نسل ته باید د حد په اندازه ازادي ورکړل شي او هغه یې هم تعقیب شي، ځکه د سیاحت هوس لري، خو باید د مناسبو کسانو او مناسب محیط په اډانه کې وي.
- د امکان په صورت کې باید ځوان نسل ته عادي تلیفون چې اړتیاوې پرې پوره کیږي، ورکړل شي او که ځیرک موبایل ورکول کیږي، نو دوامداره څارنه یې باید وشي.
- مور ډېره مهربانه ده، د امکان تر حده باید د مور ازادي او امکانات د ځوانانو څخه پرې شي، ځکه هغه بیرونی درک نه لري، بلکې د عاطفې پریکړه کوي.
- هره کورنۍ باید باید تجارت ولري، ځکه وایي، چې معاش کورنۍ ساتي او تجارت نسلونه، نو پدې سره هم مادیات لاسته ورځي او هم یې اروپایي خوبونه له منځه ځي.
- اولاد په مور او پلار حق لري، چې نکاح ورته وکړي، نو پدې صورت کې دې د لور/زوی خوښه واخلي او بیا د مشورې او قضاوت وروسته پریکړه وکړي.
- د اولادونو د ملګرو شجره باید وځيړل شي، له هغه چا سره اجازه ورکړل شي، چې هم عمره او د فساد ویره ترې و نه لري.
- په ژوند کې غم او ښادي، شتمني او بیوزلي، روزګار او بې روزګاري ټول راځي، خو پهلوان او مبارز انسان هغه دی، چې ټول وزغمي، د تېزۍ او مایوسۍ پرځای زغم او مقاومت ولري او دا ټول شوني او تېرېدونکي دي.
- په درمل پلورنځیو کې باید زهر لرونکي درمل مطلق بند شي او که وي هم باید د یوې مسؤلې ادارې د تائید وروسته ورکړل شي او ترڅنګ یې په کورونو کې وژونکې آلې او وسلې پټې کېښودل شي، چې داسې ناوړه او خونخورې کړنې پرې صادرې نه شي.
پورتني موارد د اوسنۍ ټولنې او ژوند عیني واقعیتونه دي، چې هره ورځ تکراریږي او مخه یې باید ونېول شي. دا د کومو اثارو ماخذونه نه دي کارول شوي، بلکې داسې ځوانۍ یې خاورې کړې، چې سترګې یې له ښایست ټيټيدې او کورنۍ یې نن د ویر تندي وهي، خو هیڅ په لاس نه ورځي.
رشتیا هم ځان وژنه یوه کرغیړنه کړنه ده.
په ټولنو ( هیوادونو ) کی د ځان وژنی عوامل یو د بل سره پراخ توپیر لری.
په غرب کی د ځان وژنی عوامل په فرد کی د معنویت د کمزورتیا سره مستقیمه اړیکه لری.
یا
مثلاً په جاپان کی د ځان وژنی عوامل د یو کس د ځواک د کمزورتیا یا نه برېالیتوب د احساس محصول ګڼل کیږی.
اما زموږ په وطن کی نن سبا د جنګ ځپلی روحئې تر څنګ اقتصادی ناورین د وګړو خصوصاً د ځوانانو د ځان وژنی د اقدام سره ارتباط لری. داسی هم ویلای سو چی مثلاً د اولادو یا والدینو د نفقې د نه چمتو کولو د نه وس له وجی د غیرت د عنصر خوځښت او تحریک هم د ځان وژنی سره ارتباط لری.