چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد مسعود اندرابي د رواني روغتیا د خرابوالي راپورونه

د مسعود اندرابي د رواني روغتیا د خرابوالي راپورونه

تاند (۲ شنبه، د ثور ۱۰ مه) له هغې وروسته، چې په ځینو رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې د پخواني جمهوري نظام د لوړپوړو چارواکو او یو شمېر سیاسي څېرو پر ضد د کورنیو چارو د پخواني وزیر مسعود اندرابي له سپکاوي ډک غږیز کلېپونه او لیکنې خپاره شول، هغه ته نږدې سرچینو ویلي چې ښاغلی اندرابي له رواني روغتیا بې برخې شوی.

د راپورونو پر اساس، مسعود اندرابي په امریکا متحده ایالتونو کې اوسیږي او د رواني روغتیا د خرابوالي له امله یې د پخوانیو چارواکو او یو شمېر مشهورو څېرو خلاف توندې او له سپکاوي ډکې خبرې پيل کړي.

اندرابي ته یو شمېر نږدې سرچینو دا هم ویلي، چې هغه د ناسم اقتصادي وضعیت له امله د خپلې درملنې وس نه درلود، چې له دې امله یې روحي – رواني فشارونه نور هم زیات شوي.

یو شمېر سیاسي څېرو هم د هغه په ځواب کې نوموړي ته له سپکاوي ډکې خبرې کړي، چې د دغو لوریو خبرې د ټولنیزو رسنیو په یو تود بحث بدل شوی.

یو شمېر افغانانو بیا د اندرابي په اړه ویلي، چې له صداقت او درده یې رواني روغتیا له لاسه ورکړې او توندو خبرو ته مجبور شوی.

ځینو فعالانو له خلکو غوښتي، چې د هغه شخصیت ته د درناوي او وضعیت سره یې د خواخوږۍ لپاره د نوموړي غږیز او نور کلېپونه او لیکنې له یو بل سره تبادله او بحث نه کړي.

4 COMMENTS

  1. تاند تل ملي دریځ نیولی او د ملي ګټو ساتنه یې کړې ده لاکن په دې برخه کې د تاند دریځ غیر صادقانه دی.‌ که تاسو د محب په څېر خاین په ډېران خاوره اچوئ، لطفا خپل تقدس مه خرابوئ. پرېږدئ چې د محب، عطا،‌ بسم الله، قانونی، سیاف، … ټولو خیانتونه راوسپړل شي چې د اوسنیو او راتلونکو لپاره د عبرت درس وګرځي. درناوی

  2. یو سپک کس ته سپکی ویل چندانی سپک کار هم نه دی خو هغه څه چی د وجدان او ایمان تَله سپکولای شی دا کړنه ده چی:
    ( مثلاً ) یو سپک پښتون ته د یو تاجک لخوا فقط د هغه د پښتونتوب له مخی سپکی ور حواله سی.
    یا
    ( مثلاً ) یو سپک تاجک ته د یو پښتون لخوا فقط د هغه د تاجک توب له وجی سپکی ور حواله سی.
    نتیجتاً
    د یو نیک یا بد عمل د تر سره کولو په پروسه کی ( مثلاً د یو کس په ستاینه یا غندنه کی ) د نیت او انګیزی څرنګوالی او کیفیت ډیر مهم او مرکزی رول لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب