چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهترکش ایرلاینز کابل ته د الوتنو د پیلولو نېټه اعلان کړه

ترکش ایرلاینز کابل ته د الوتنو د پیلولو نېټه اعلان کړه

تاند (دوشنبه، د ثور ۱۰ مه) د ترکیې هوايي شرکت، ترکش ایرلاینز اعلان وکړ چې له کابو درې کلن ځنډ وروسته افغانستان ته الوتنې بیا پیلوي.

دغه هوايي شرکت پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې کابل ته به یې لومړنۍ الوتنه د مې له ۲۱ (د جوزا لومړۍ) څخه وي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویندوی امام الدین احمدي وايي چې د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال د کابل له هوايي ډګره ۸ لکه ۱۰ زره تنه بهر ته تللي چې د هغو په منځ کې شاوخوا یولکو ۲۰ زره بهرنیان وو.

احمدي زیاته کړه:«موږ هیله لرو چې ترکیش ایرلاینز به ژر افغانستان ته الوتنې پیل کړي. له تخنکي نظره او د هوايي ډ‌ګر د ستندردونو له پلوه، موږ هیڅ ستونزه نه لرو.»

د حمل په ۲۳ مه د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وویل، د ترکیې ملي هوايي شرکت، ترکش ایرلاینز ممکن ژر افغانستان ته بیا الوتنې پیل کړي.

په همدې حال کې د ویزو د ستونزو له کبله چې افغانان یې لري، نورو هیوادونو ته د سفر کوونکو افغانانو شمېر خورا کم شوی دی.

حتي اکثره افغان سوداګرو ته هم بهرني هیوادونه ویزه نه ورکوي او همدا مسله سبب کېږي چې ډیری هوايي شرکتونه دې ته زړه ښه نه کړي چې د افغانستان هوايي ډګرونو ته الوتنې پیل کړي.

4 COMMENTS

  1. په ترکیش ایرلاینز باندې باور سخت دی. ترکیش ایرلاینز تر دې مخکې هم څو ځلې وعده کړې چې الوتنې پیلوي، د پاکستان د سفارت په څېر چې له افغانانو څخه د وېزو د فیس په نامه پیسې غلا کوي،‌ ترکیش ایرلاینز هم په خلکو باندې ټکټونه خرڅ کړي خو الوتنې یې نه دي کړي. ترکان ډېر متکبر او ناولي خلک دي، په وعده یې باور مه کوئ. پرېږدئ چې لس دولس ځلې یې الوتکې تشې لاړې شي بیا ترې ټکټونه واخلئ.‌

  2. ما د نړۍ ډېرو هېوادونو ته په الوتکو کې سفرونه کړیدي ، خو د ترکش ایرلاینز له ځینو منسوبینو ډېرې بدې خاطرې لرم. له کابل نه استانبول ته یې پروازونه په خپل وخت نه کیږي . له بل ترانزیت پرواز نه پاته کیږې او بیا به لس دولس ساعته بل پرواز ته منتظر پاته کېږي . که یوه کیلو بګاژ دې زیات وي ، هېڅ مراعات نه درسره کوي .
    هیله ده ، داځل ترکیش ایرلاینز په خپلو کړو کې مثبت بدلون راولي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب