چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد افغانستان بانک پخوانی مشر قدیر فطرت ومړ

د افغانستان بانک پخوانی مشر قدیر فطرت ومړ

تاند (۲ شنبه، د ثور ۱۰ مه) د افغانستان بانک پخوانی رئیس عبدالقدیر فطرت د ورپېښې ناروغۍ له امله پرون په امریکا متحدو ایالتونو کې ومړ.

د هغه د کورنۍ غړو رسنیو ته ویلي، چې ښاغلي فطرت د سرطان ناروغي لرله.

ښاغلی فطرت د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال ۴ کاله د افغانستان بانک لوی رئیس پاتې شوی و.

هغه په امریکا کې د اقتصاد برخه کې لوړې زده کړې کړې وې او د بدخشان ولایت اصلي اوسیدونکی و.

فطرت، د کابل بانک د دېوالي کېدو پر مهال سختو نیوکو سره مخ او تورن شو، چې ګواکې د دغې قضیې په اړه یې بې مسوولیتي کړې وه، خو هغه له هېواده بهر لاړ او په وروستیو کلونو کې د یادې قضیې په اړه یې د یوه کتاب له لیکلو سره د وخت ولسمشر کرزی او یو شمېر چارواکي ملامت وګڼل.

1 COMMENT

  1. فطرت هم له نړۍ سترګې پټي کړئ. د فطرت ژوند له یو شمیر تورونو سره ملګری وو. دا چې څومره واقعیت لرئ یا نه د هغه علم الله ج سره دئ. خو هر انسان باید دا په یاد ولرئ چې دا ورځ په ټولو راتلونکي دئ. هر هغه څه یې چې، کړي د هغې به ځواب ورکوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب