Homeخبرونههرات کې د ملا امام په ګډون د ۷ لمونځ کوونکو وژل...

هرات کې د ملا امام په ګډون د ۷ لمونځ کوونکو وژل کېدل

تاند (۳ شنبه، د ثور ۱۱ مه) د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د دوشنبې ورځې په ماښام د وسله وال برید له امله لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي.

د راپورونو له مخې، دا پېښه په اندیشه ښارګوټي کې هغه مهال وشوه چې ناڅرګندو وسله والو د شیعه مذهبو په یوه جومات کې ډزې وکړې.

سرچینې زیاتوي، چې په دې ډزو کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.

 ځایي طالب چارواکو په دې اړه ځه نه دي ویلي.

د پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ډېر ځله داسې پېښې داعش ډله پر غاړه اخلي.

هرات کې تر دې مخکې هم شیعه مذهبه افغانان د ورته تروریستي بریدونو هدف ګرځیدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...