سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهاسلامي بانک: افغانستان کې مو تېرکال د ۳۵ میلیون ډالرو پروژې عملي...

اسلامي بانک: افغانستان کې مو تېرکال د ۳۵ میلیون ډالرو پروژې عملي کړي

تاند (۳ شنبه، د ثور ۱۱ مه) د اسلامي پراختیا بانک سرچینو خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د خپل بشردوستانه اماني صندوق له لارې په افغانستان کې له خوراکي نا امنۍ سره د مبارزې، د ماشومانو د تغذیې د پروګرامونو، د روغتیایي مراقبتونو، ښوونې او د هېوادوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې مرستې کړې دي.

د اسلامي پراختیا بانک په دغه راپور کې راغلي:«په ۲۰۲۳ کال کې د ۳۵.۳۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۱۴ پروژې پلې شوي، چې ۲۴.۱۴ مېلیونه ډالره د افغانستان د بشردوستانه اماني صندوق له لارې لګول شوې دي.»

د اقتصاد وزارت لپاره د طالبانو د رژیم مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«د اسلامي پراختیا بانک له مرستو مننه کوو؛ خو هیله کوو چې د اسلامي پراختیا بانک او ټول مرستندویه بنسټونه پروژې په راتلونکي کې بېخ‌بناوو او پراختیايي پروژو ته متوجه کړي څو د افغانستان په ځان بساینې په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.»

د اسلامي پراختیا بانک د ۱۹۷۵ کال د اکټوبر په ۲۰ مه د ۲۲ اسلامي هېوادونو لخوا د سعودي عربستان په جده ښار کې د ۷۵۵ مېلیونو اسلامي دینارو په لومړنۍ پانګې سره جوړ شو، چې موخه یې د اسلامي قوانیننو پر بنسټ د غړو هېوادونو او د مسلمانو ټولنو اقتصادي پراختیا او ټولنیز پرمختګ دی.

یو شمېر څارونکي باور لري، چې دغه بانک او په ټوله کې اسلامي هېوادونو په افغانستان کې د ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت له جدي ګڼلو سره- سره دغه وضعیت ته د رسیده ګۍ لپاره کافي پاملرنه نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب