پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه ۱۰ ولایتونو کې د واورې، باران او سیل وړاندوینه شوې

په ۱۰ ولایتونو کې د واورې، باران او سیل وړاندوینه شوې

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۱ مه) د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ادارې له اټکل سره سم به نن (سې شنبې) د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې باران او واوره واوري.

د هواپېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې نن په خوست، پکتیا، لوګر، کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، تخار او بدخشان کې د واورې، باران، برېښنا او تالندې او همداراز سیلونو احتمال شته.

دې ادارې وړمه ورځ د پرون (دوشنبې) لپاره په ۱۷ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې وه.

سږني ورښتونه، چې د ژمي له لومړیو دوو وچو میاشتو وروسته پیل شوي، لږترلږه په څو لسیزو کې کمساري دي.

په همدې حال کې پرون له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وویل چې تراوسه پورې د سیلونو او شدیدو ورښتونو له کبله ۷۷ تنه مړه شوي، سلګونه کورونه او زرګونه هکتاره کرنیزه مځکه ویجاړه شوې او سلګونه څاروي تاف شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...