جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهایران پر افغان پول دېواله او موانع جوړوي

ایران پر افغان پول دېواله او موانع جوړوي

تاند (۳ شنبه، د ثور ۱۱ مه) د ایران دولتي اژانس پرون دوشنبه ایرنا راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د ایران د شمال، شمال ختیځ او ختیځو سرحدونو په اوږدو کې د دیوالونو او موانعو د جوړولو لپاره یوه درې میلیارد ډالري بودیجه منظور کړې ده.

له دې سره به د افغانستان- ایران پوله هم نوي دېوالونه او موانع ولري.

معلومه نه ده، چې ایراني چارواکو په دې اړه پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم سره همغږي لري کنه؟

ایران له ترکمنستان سره په شمال او شمال ختیځ کې ۵۳۱ کیلومتره او په ختیځ کې له افغانستان سره پر څه باندې ۳۰۰ کیلومتره پوله باندې د تاسیساتو د لګولو تابیا لري.

د ایران د شمال ختیځ لپاره د پوله ساتو او پیاده ځواکونو قومندان جنرال حسن مکفي له قوله رسنیو راپور ورکړی چې تمه ده پر دغو پولو څلور متره کانکریټي دیوالونه،اغزن سیم، جال او اصولي سړکونه د درېیو کلونو په موده کې د پوځ له خوا جوړ شي.

د طالبانو رژیم لا د ایران د دې اقدام په تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې په ځینو سیمو کې د ایراني ځواکونو د مخکې راتګ او د سرحدي نښانونو د ګډوډۍ پر سر طالب ځواکونو له ایراني پوله ساتو سره شخړې هم کړې دي.

په وروستیو کې د ایران او طالبانو د رژیم ناندرۍ ظاهراً بیا د ترینګلي کېدو خوا ته روانې ښکاري.
ایران په وروستیو کې بیا له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستو ته زور ورکړی او هم یې ولسممشر ابراهیم رییسي پاکستان ته د تېرې اوونۍ د سفر پر مهال له کوربه هېواد سره په یوه ګډه اعلامیه کې ادعا وکړه، چې افغانستان کې د ترهګریزو ډلو حضور زیات شوی او د سیمې د ثبات لپاره داندېښنې وړ ګرځیدلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب