جمعه, مې 17, 2024
Home+هیتلر ځنګه ځان وواژه؟

هیتلر ځنګه ځان وواژه؟

له نن څخه 79 کاله پخوا د ۱۹۴۵ د اپریل په ۳۰ مه د جرمني دیکتاتور مشر ادولف هیتلر د ۵۶ کلونو په عمر د جرمني په برلین ښار کې ځان وواژه. له هیتلر سره یوځای د ده مېرمنې (Eva Braun) هم ځان وواژه.

هتلر څرنګه ځان وواژه /مینه احمدي

د ۱۹۴۴ م کال د جولاۍ د میاشتې ۲۰ نیټه او د ورځې ۱۲ بجې او اته ۳۸ دقیقې وې چی یوې سختې چاودنې د ستر مشر (هیتلر) له دفتره د د اور لمبې او لوګي اسمان ته پورته شول. کړکۍ له بیخه ووتې، د ودانۍ نیم چت ونړېد، د خلکو غوښې یوه او بله خوا پر ماتو او نړیدلو دیوالونو ونښتې او تورو لوګیوو د پیښې له ځای څخه سر راپورته کړ. سمدلاسه امنیتي ځواکونه راورسیدل او د مړو او ټپیانو په راایستو یې پیل وکړ. په دغو جسدونو کې یو هم د ادولف هتلر جسد و چی اوږد غځیدلې و، او اوږده اوږده ساه یی اخسته. نوموړې ژوندی پاتې شوی و. هغه یوازې د چاودنې په پیښه کې له دیوال سره لګیدلې و او د اور لمبه یې ترمخ وررسیدلې وه چې ورڅخه کړیدو. خو چې کله یی د ټپیانو فریاد اوغږونه واوریدل نو په ډیر قهر یې امر وکړ :«په سلهاوو امنیتی افسران دې ونیول شي او د پیانو په نري سیم دې د غوږونو له نرمیو تر هغې ځوړند شي چی په زجر مړه شي.»

هو! تر معجزې کمه نه وه چې هیتلر له دې پېښې روغ ووت.
هیتلر ۱۸۸۹ م کال د اپریل پر۲۰مه نیټه په اتریش کې زیږیدلې او د پلار د دریمې ښځې دریم زوی و، پلار یې یو بیوزله اتریشي معدن کیندونکې و.

هیتلر په کوچنیوالي کې یوډول رنګ الوتې، شرمېدونکی او ناروغ ته ورته بڼه درلوده، هر چا به چې د ده پرضد خبره کوله نو دا به د لیونو په څیرپه چغو او کړیکوسر شو، په ښوونځي کې دومره تمبل او هوایی وو چې په شپاړس کلنۍ کې له ښوونځي وویستل شو. کله چی له ښوونځي وویستل شو نو ویانا ته لاړاو هلته یی هڅه کوله چی دهنرونو په اکاډیمۍ کې شامل شي ، خوداهیله یی پوره نه شوه او په اکاډمۍ کې دزده کړې اجازه ورنکړل شوه.

پنځه کاله یی په پرله پسې ډول یو کار او بله کارته لاس واچاوه، پوستکارتونه یی خرڅول، د بامونو او کوڅو څخه یې واوره جارو کوله، رنګمالي یی کوله، د خلکو د کورونو غالۍ یی څنډلې، د اورګاډي په تمځاۍ کی یی د جوالیتوب کارکاوه، د پخلنځیو پاتې شوي خواړه به یې خوړل او په حمامونو که به ویده کیده.

خو یوڅه مهال ورسته نوموړې د ویانا د یوه شتمن یهودي د بدچلند له امله چې دی یې په څپیړه وهلې و، په حیرانوونکي توګه بدل شو.

نوموړې په خپل ژوندلیک (زما جګړه) کی داسې لیکي:«کله چی د نوموړي یهودي له بدچلند سره مخ شوم نو زما په ژوند کی نوې ساه پوه شوه، نو د یوناتوانه او بې وسه ښاري څخه په یو یهودي ضد، زوړ پرسته بدل شوم، او له همدغه وخته می یهودو ته په زړه کې واچوله.»

هیتلر په ۱۹۱۳ م کال کې له ویانا څخه مونیخ ته لاړ او دیو ماته خوړلي اتل په شان یی دلومړۍ نړیوالې جګړې سره په ارامۍ ځان عیار او د ځمکنیوو لښکرو له یوه ټولي سره یو ځای شو. ده به د جګړې له سختیدو او له توپاني یرغلونو څخه خوند اخسته، په پیاده لښکر کی یی زړورتیا دومره مشهوره شوه چی د دولت لخوا ورته یوه د وسپنیز صلیب جایزه او بله هم د ډلګي مشرۍ رتبه ورکړل شوه، نوموړي د لومړۍ نړیوالې جګړې په ورستیو کې د ګازو په یوه حمله کې زخمي او په روغتون کی بستر شو، خو د جرمني په ماته خوړلو سخت ناکراره او ځوریده.

یو ځل نوموړې په خپلو شخصي جامو کې د مونیخ/ مونشن په کوڅو کې له یو ډول غم او نهیلیۍسره پیاده روان و، له ځان سره یی د نوي واکمن جمهوریت پرضد خبرې کولې، او خپله کرکه یی له حکومت څخه څرګندوله (دغو خاینانو څنګه د جرمني پر ګناه په جګړه کې اعتراف وکړ، او څرنګه یی د وارسا تړون د لاسلیک کولو جرات وکړ؟»

د جرمني خلک وږي وو ، د متحدینو ډلې یې په پلرنۍ خاوره کې ګرځیدې راګرځیدې، اعتصابونو ټول کارونه په ټپه درولي وو ، هیتلر له ځان سره دا خبره کړې وه چی د ده په څیر یو ناسیونالست الماني کولاۍ شي، اریایی ولس رهبري کړي، د تیرې جګړې د ټپیانو پر پرهرونو پټۍ کیږدي، او اریایان د یو ستر نژاد په توګه نړۍ ته وروپیژني.

هیتلر وروسته له دې چی د کارګرو په ګوند کې غړیتوب ترلاسه کړ، ډیرژر د ګوند تر واکمنۍ ورسید او کله چی د ګوند مشر شو نو په لومړیو کی ګوند یو ډول نظامي بڼه خپله کړه خو وروسته یې د ګوند نوم د جرمني د کارګرو ناسیونالست ګوند (نازي ګوند) په نوم ونوماوه.

هیتلر د یونیفورم په توګه د موسولیني د پلویانو غوندې له تورو کالو څخه کار اخسته.

په ۱۹۲۳ م کال کې چی جرمني سخته اقتصادي ضربه وخوړه او یو کیلو غوښه له څلورو مارکو څخه زرونو او لکونو مارکو ته ورسیده نو نازیانو خپل خوځښت پیل کړ.

لږه موده وروسته نوموړي په مونیخ کی د نازیانو یوه ډله راوغوښته او له هغوۍ څخه یی د دولت پرضد مرسته وغوښته، خو چې کله دولت له دغه کارڅخه خبر شو نوموړی یې دولت ته په خیانت تورن کړ، خو هیتلر د دغه تور په غبرګون کې وویل (دا خیانت د ۱۹۱۸ کال د خیانت په پرتله هیڅ دی) او بیا یې همداسې په سپکو سپورو د دولت پرضد داسې خبرې پیل کړې. «د حرمني رښتیني دښمنان فرانسویان، یهودان، سوله خوښي مارکسستان او هغه المانیان دي چې د وارسا تړون یې لاسلیک کړی دی»

له دې وروسته نوموړي د پنځو کلونو لپاره په زندان کې واچول شو، خو یوازې نهه میاشتې په بندکې پاتې شو او هغه هم د خپلو ملګرو له خوا دومره نازول کیده چې ټول وخت یې هوسا، د بیلابیلو خوړو په خوړلو او ډلو ډلو لیدونکو سره تیریده.

نوموړي خپل مشهور کتاب (زما جګړه) پر همدغه مهال لیکلې، چې اوس د نازیانو سپیڅلې کتاب ګڼل کیږي. نوموړي بې له کومې ویرې د جرمني خلک د یهودو د له منځه وړلو لپاره راپارول او دا یې هم ویل چې «جرمني باید د روسیی د محاصره کولو له لارې ختیځ پلو ته دومره پراخ شي چې د نړۍ د پیشوا په توګه ونومول شي.»

کله چې له زندان څخه راووت، نو دومره ډیر خلک یی د وینا اوریدو ته راټول شوي وو چې حکومت یې له ویرې د وینا مخه ونیوله، خو ده په خپلو خلکو همدا غږ کاوه «زموږ دا مبارزه دوه پایلې لري، یا به غلیم زموږ پرجسدونو پښې ږدي او تیریږي به او یا به موږ د هغوی پر جسدونو تیریږو.»

له دی وروسته یی د پټو وسله والو کسانو په تربیه کولو او تنظیم کولو پیل وکړ، خو ډیرو جرمنیانو بیا پر دغو خلکو او د دوی پر لیوني مشر پورې ملنډې وهلې.

په ۱۹۳۰ م کال کې حالاتو هیتلر ته دا فرصت ورکړ چې د یوه خبریال جوزف ګوبز په مرسته د وسپنې له یو ملیاردر سوداګر هوګن برګ سره تړون لاسلیک کړي، چې که د نازیانو سره مرسته وکړي نو اوسنې واکمن ځواک به له پښو وغورځوي او ټولې بندې شوې فابریکې به پرانیزي، شپږ ملیونه بې کاره خلک به په کار وګوماري او په پاې کی به د ناسیونالیزم تربیرغ لاندې یو غښتلې دولت جوړ کړي.

له دې وروسته هیتلر د اقتصاد له پلوه پرځان ډاډه شو ، تبلیغاتي هڅې یې لږی او پرځای یې ګوندي جوړښتونه (تشکیلات) ډیرکړل. د هغو توپاني ډلو چې کمونست کارګران به یې ترور کول او د یو اصولي او بنسټیز جرمني لپاره یې سره سوګندونه کړي و، د منځني پاټکي خلک له ځان سره کړل، تر دې چې په ۱۹۳۲ کال کی یې په ریاستي ټاکنو کې له یو پر درې څخه ډیرې رایې لاسته راوړې، نو د وخت ولسمشر (هیندنبورګ) ورته بلنه ورکړه چی له دولت سره ایتلاف وکړي. خو هیتلر دا بلنه ونه منله او ويې ویل (یابه لومړې وزیر یم او یا به هیڅ). په دې وخت د هوګن برګ سوداګر او فرانس پن باین له خوا چې یو تکړه سیاستپوه و پرولسمشر زور راوړل شو چې نوموړي ته د لومړي وزیر چوکۍ ورکړي، دا کار وشو او هیتلر پر دغه واک بسنه ونه کړه او د ټول واک د نیولو لپاره یې بیلابیلې طرحې جوړې کړې چې په پایله کې یې نوموړې د یو مطلق دیکتاتور په توګه خلکو ته وروپیژانده.

د ۱۹۳۲ دفبرورۍ په ۲۷ مه یو ځوان جرمنی په پارلمان کې ډزې وکړې چې هیتلر په ډیره سخته لهجه دا کار د یوې کمونستي دسیسي په توګه وغنده او د جګړې د مهال قانون یې اعلان کړ.

نوموړي تر دې مهاله خپل وسله وال پټ ملګري تر دوه ملیونو پورې رسولي وو او دا وخت یې په ډیره ظالمانه توګه د یهودیانو په ربړولو، د تنظیمونو د مشرانو په وهلو او د نازیانو دم خالفانو په نیولو کې ورڅخه کار اخسته، هیتلر همدا ډول د جادویی ویناوالو یوه ډله جوړه کړې وه چې خلکو ته د عمومي لارو او واټونو په څلور لاریوو کې له جذبو او احساساتو ډکې ویناوې وکړي.

کله چی هیتلرپه ځان ښه باوري شو، نو پرد خپلو هغو جنرالانو پسې چې ده ترې د خطر احساس کاوه په ۱۹۳۴ کال د جون په ۲۹ د نیمي شپې څخه وروسته د خپلوپټو وسله والو پلویانو سره ورغی او هغوۍ یی ټول په مرموز ډول په خپلو هستوګنځیو کې ووژل.

یوه میاشت وروسته ولسمشر هیندنبورګ مړ شو، نو جرمن جنرالانو له ویرې نوموړی پر لومړي وزیر سربیره د ټولو قواوو د مشر په توګه هم ومانه او بیا د جرمني خلک د ټولپوښتنې لپاره راوغوښتل شول چې نپه سلو کې نوي د هیتلر په مشرۍ راضي او ۳۸ میلونه جرمنیانو هیتلر د خپل یوازیني مشر په توګه وټاکه.

د جرمني خلکو اوس په پټو سترګو د ټولوګوندونو لغوه کیدل، د رسنیو، رادیو، تعلیمي نصاب او نورو سانسور منلی و. دوی به هغه کتابونه چې د دولت پرضد به یې کرښې تورې کړې وې سوځول او د هورا په چیغو به یې دا شعار زمزمه کاوه چې زموږ حکومت دې تلپاتې وي.

هتلر چې کله د خلکو دا شعار واورید نو په ډیر غرور یې یوې غونډې ته وویل «په دې کې هیڅ شک نشته چې زه یو وحشي یم، او غواړم همداسې وحشي پاتې شم او د ازما لپاره د سرلوړۍ لقب دی.»

کله چی موسولیني (د ایټالیا دیکتاتور) وغوښتل چې له خپلو جنرالانو سره د اتریش دوره وکړي، نو هیتلر د نوموړي اتل مخې ته ورغی او ورسره یې وکتل، موسولیني په ډیره ترخه لهجه هیتلر ته وویل: د جرمنیانو ستونزه دا ده چې دوی د فرهنګ هیڅ درناوی نه کوي. هیتلر وویل: فرهنګ!؟ د فرهنګ نوم چی واورم لکه اوه غشي مې چی په سینه کې ننوځي. په دې وخت کې موسولیني خپلې میرمنې ته مخ واړاوه ويې ویل: دا سړی سوچه لیونی دی.

هیتلر په ۱۹۳۶ کال کې د وارسا تړون چی د پخوانیو حکومتونو له خوا لاسلیک شوی و مات او د خپلې واکمنۍ د پراختیا په هوس کې د یو نوي دیکتاتور په بڼه راښکاره شو.

روم او توکیو یې له ځان سره همغږي کړل او له موسولیني سره یوځای یې ټانکونه او هلیکوپترې د فرانکو (د هسپانیا دیکتاتور) مرستې ته ورولیږل.

په ۱۹۳۸ کال دفرورۍ په میاشت کې یې اتریش په جرمني پورې وتاړه او بیرته ویانا ته راغی. له هغې وروسته یې په چکسلواکیا یرغل وکړ او تر نیولو وروسته یې په ډیره خوشالۍ خپلو منشیانو او وزیرانو ته ورغږ کړ: راشئ ما ښکل کړئ، دا زما د ژوند تر ټولو ستره ورځ ده، او زه به د یوستر جر من اتل په توګه د تاریخ نوې پړاو پرانیزم.

له دې وروسته یې پولنډ‌ ونیو او د خپلو متحدانو سره یې یوځای د فرانسې او انګلستان پرضد تبلیغات پیل کړل او په دې باوري و، چې پر دیموکراسۍ ولاړ هیوادونه تر هغې په جګړې کې نه ښکیل کیږي ترڅو پرې یرغل نه وي شوي. یواځینی هیواد چې هیتلر ورسره دجګړې نه کولو تړون لاسلیک کړ ، وروسیه وه، خو په ترڅ کې یې نوموړي خپلو جنرالانو ته ویلي و چې هر وخت مو پر دغه سیمه د چپاو فرصت پیدا کړ پری ورهۍ کړۍ او هیڅ څوک نشته چې له تاسو د (ولې) پوښتنه وکړي.

د پولنډ تر نیولو وروسته هیتلر د انګلستان او فرانسې سره د جګړې اعلان وکړ خو له بلې خوا یی خپل خورا ځواکمن لښکر ته پر ډنمارک، ناروي، هالند او بلجیم دیرغل قومانده ورکړه، بس په څو اونیوو کې یی داټول هیوادونه دخپل جغ لاندې راوستل، او د فرانسې دنیولو لپاره یی هماغه نقطه تر فشار او محاصرې لاندې ونیوله چې په ۱۹۱۸ کال کې یی نیولې وه. پر دغه مهال هیتلر دالمان له ملي سرود سره د خوښۍ نڅاګانې کولې او ورسره یې دانګلستان د نیولو لپاره دبې دریغه بمباریو څخه کار اخسته.

او چې څومره یی دانګریزانو په وړاندې غصه او قهر ډیریده، هماغومره انګریزانو دخپل مشر وینستن چرچل تر قوماندې لاندې له خپل هیواد څخه په میړانه دفاع کوله، تر دې چې د جرمنیانو هوایی عملیات پرشا وتمبول شول. هیتلر له مجبوریته دغه جبهه وتړله او له وروسیی سره یی کړې تړون مات او په هاغه هیواد یی یرغل وکړ.
د جون پر۲۲ ۱۹۴۱ کال یی ډيرې سوبې لاسته راوړې او خپلې لښکرې یی دیخنۍ له جامو او سامانونو پرته پر روسیه وروخیژولې او ورسره سم یی دااعلامیه خپره کړه چې: د ځمکې پرسر د یهودو او سلاویانو لپاره هیڅ ځای نشته. او خپلو جنرالانو ته یی په قهرجن غږ داسې وویل: د روسیی یو ښار هم محاصره نه کړی، بس پرې ورخیژی، زه غواړم د هغوی نسل له ځمکې څخه پاک کړم.

په داسې حال کی چی نازي لښکری د روسیی له منځه تیریدلې نو ګڼ ملکي خلک یی د اجباري کارونو لپاره ونیول، سربیره پر دوی نازیانو په ملیونونه روسیی سړي، ښځې او ماشومان په مرمیو غلبیل کړل او یایی په خپلو زندانوو کې د ملیونونو اروپایی یهودانو، روڼ اندو او مارکسیستانو سره یوځای د مرګ کومي ته تیرکړل.

هیتلر جرمنیانو ته په ډاګه وویل: طبیعت ظالم دې ، او مونږ هم باید ظالمان واوسو، او داچې زه دخپل ولس تنکي ګلان او دهغوۍ وینې د خپل ګران جرمني د واکمنۍ په لاره کې قربانوم، نو دا حق هم لرم چې د یو پست او بیکاره نژاد چې د یوې مضرې حشرې په توګه پیدا شوی په ملیونونه وګړي له منځه یوسم.

او بیا یی خپلو جنرالانو ته په قهر وکتل او ويې ویل: زه به هیڅکله د خپلې یو ملي متر ځمکې څخه هم تیر نه شم، یرغل وکړئ، یرغل وکړئ او یرغل وکړئ.

خو کله چې جرمن لښکر په روسیه کې په پوځی عملیاتو بوخت شو نو د روسانو مقاومت هم ډیر شو، تر دې چې یونازي جنرال چی خپل لښکر یی له لاسه ورکړې و هیتلر ته ځان ورساوه او غوښتل یی چی هغه په دی پوه کړي چی ما خپل لښکر له لاسه ورکړی نو هیتلر ورته وویل: له لاسه تللي هیڅکله هم ارزښت نه لري، هغوی د خپلی راتلونکې لپاره تخمونه کرلي.

پر دې مهال انګلیسانو او امریکایانو په یوه ګډه جبهه کې خپلې پوځي قطعې د افریقا له شمال څخه پر هسپانیا ورمارش کړې، هسپانیا یی ونیوله او له بلې خوا روسانو هم په ټولو لیکو کې پرمختګ وکړ.

هیتلر خپل مرستیال ګوبلز ته په خواشینونکي لهحه وویل: زما جنرالان ماته حقیقت نه وایی، دوی ټول بې شرفه او ټول ناسیونال سوسیالست ځناور دي، هرکله چې ددوی خبرواروم ناروغه کیږم.

کله چی ایزنهاور په ۱۹۴۴ کې دویمه جبهه د خپلواکې فرانسې په نوم پرانسته او پرمختګ یی وکړ نو دهیتلر په زړه کې هاغه دزرکلونو او یاهم دتلپاتې نازي واکمنۍ خوب ټکنې شو او چی کله د۱۹۴۴ کال دجولایء په میاشت کې دبم پیښه رامنځته شوه نو نوموړي دالمانیانو څخه دخفه کیدو په حال دپاریس دسوځولو امر وکړ.

په داسې حال کې چې روسانو دخپلې ورستۍ سیمې پولنډ څخه د جرمن لښکرو په ایستو پیل وکړ، هیتلر پر خپل جنرال (فرانس هالدر) ورغږ کړ: وارسا له منځه یوسه.

جنرال هارد په داې اړه وایی: پرهغه شیبه د هتلر سترګې له سرڅخه راوتې وې او د یو پوره لیوني غوندې د وینو تویولو شهوت پرسر اخستې و، او حیرانوونکي یی لا دا و ه چې پر دغه مهال یی په نړۍ د واکمنۍ د خوب غځونو ورو ورو له ذهنه کډه کوله، په سوچ کی به لاړو، او موسولیني ته به یی ډاډ ورکاوه چې د ده پټې وسلې او هغه الوتکې چې پر لندن یی بمونه غورځول د دوی لپاره بریالیتوب راوړلای شي.

په دغه وخت کې یی یوه ډله کوماندویان چې د جي. آی (German Intelligence) په نامه و د جنرال ایزنهاور د ځای معلومولو او د هغه د وژلو لپاره فرانسې ته ولیږل.

خو د هتلر وروستۍ هیله هغه مهال په نهیلۍ بدله شوه، چې روسان په ۱۹۴۵ کال کې د برلین پر پولو ورواختل. نوموړې زړه بایللې په وارخطایی سره دصدارت دودانۍ ترځمکې لاندې خونه کی پټ شو. هغه نور دنړۍ ښاغلې مشر نه و، هغه نور یو سوچه لیونې و، هغه لیونې چې خپل ټپونه څټي، پرځان خوله لګوي، شیبه پرشیبه پرې عصبي حملې راتلې او د جګړې دبایللو له امله تردی بریده رسیدلې و چې ځان پرځمکه ځمکه ووهي او داسې لیونۍ واره چیغې وکړي چې ټول ځای له ویرې ډک کړي.

نوموړې خپلې معشوقې (اوابرون) ته چې له ده سره دځمکې لاندې پټه وه ویلي و چې هیڅکه باید ژوندې ونه نیول شو.

په داسې حال کې چی روسي قواوې دپلازمینې په لور دپرمختګ په حال کې وې هتلر له خپلې معشوقې سره واده وکړ او وروسته یی هغې ته زهر ورکړل او خپله یی هم ځان په تمانچه وویشتو او د ده په غوښتنه جسدونه یی هماغلته تر ځمکې لاندې وسوځول شول، او هغه اور چې نوموړي پرځمکه بل کړیې و د خپل جسد په لمبو یی پای ته ورسید.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب