پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+همجنس ګروهنه، ناروغي که انحراف؟

همجنس ګروهنه، ناروغي که انحراف؟

تاند- له نن څخه ۳۳ کاله پخوا د ۱۹۹۰ د مې میاشتې په ۱۷ مه د روغتیا نړیوال سازمان همجنس ګروهنه د ذهني ناروغیو له لیسته وایسته. پخوا تصور کېده چې دا یو ډول ذهني ناروغي ده.

له دې ۱۴ کاله وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو په ماساچوسیت ایالت کې دوو همجنس ګروهو واده وکړ او دا ایالت په امریکا کې لومړنی ایالت و چې همجنس ګروهنه یې قانوني کړه.

که څه هم طبابت او د روغتیا نړیوال سازمان همجنس ګروهنه (له نارینه سره د نارینه لېوالتیا او ښځینه سره د ښځینه لېوالتیا) اوس ناروغي نه بولي خو مسلمان او عیسي ملایان دا انحراف بولي.

په عین حال کې د مصر په عین شمس پوهنتون کې د رواني طب استاذ ډاکتر ابراهیم عید وايي چې همجنس ګروهنه (یوه ناروغي ) ده، سلوکي انحراف نه دی، دا د هغو جنسي انحرافاتو په ډله کې راځي چې شمېره یې ۱۴ ته رسېږي، په ځانګړو حالاتو کې د دې ناروغۍ درملنه کېدای شي، او دا هغه وخت چې دا ډول ناروغ د درملنې لپاره رواني او عقلي تیاری ولري، او درملنه یې په رواني توګه  کېږي.

   ډاکتر عید زیاتوي، ځینې وايي دا یوه هرموني ستونزه ده، چې کېدای شي یو کس منفي اړخ ته واړوي، مګر ډېر ځله لاملونه په هرمونې ستونزې پورې تړاو نه لري، بلکې دا هغه لاملونه دي چې په رزونې پورې تړاو لري، په ځانګړي ډول د ماشتوب په لومړیو کلونو کې. ډاکتر عید وايي چې په همجنس ګروهنه کې میراثي لامل هېڅ رول نه لري.

  نوموړی زیاتوي چې ډېری همجنس ګروهي ځکه همجنس پالان شوي، چې په ماشومتوب کې په دوی جنسي تیری شوی، او سرپرستانو یې درملنه نه ده کړې، چې دوی له دې ستونزې څخه خلاص شي، له دې پرته د همجنس پالنې لپاره نور لاملونه هم شته، چې د هغو په منځ کې: په ماشومتوب کې د مور له خوا د ماشوم د بدن په حساسو ځایونو لوبې کول او لاس وهل، تر دې چې دغه حساس ځای داسې پړاو ته ورسیږي، چې ماشوم په دغه ځای له لاس وهلو خوند اخلي.

ډاکتر عید وايي، ده ته ډېری داسې همجنس پالان ورځي چې په ماشومتوب کې د خپل اکا، یا ورور، یا د ترورزي له خوا، د هغه دبدن په یو ځانګړي ځای د لاس وهلو له امله جنسي تیری پرې شوی وي.

پرون په لوګر کې د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ په اړه په خبر راغلي و چې نجلۍ وه خو تمایلات یې د هلک په شان و او له همدې کبله یې جراحي عملیات وکړل او په هلک بدله شوه.

ښايي په دې کې هیڅ شک نه وي چې په بندو ټولنو کې، چې د ښځو ازادۍ محدودې وي، جنسي انحراف (نارینه ته د نارینه تمایل یا بچه بازي) ډېره وي، خو د هورمونونو موضوع هم د پام وړ ده.

هیله ده هغه ډاکتران چې په دې برخه کې یې څېړنې کړي، خپل نظر ورکړي.

1 COMMENT

  1. جماع د نسل د ادامې کونجي ده. نو له همجنس سره جماع د نسل ادامه قطع کیږي. نو همجنس بازی کله ناروغي او کله انحراف دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب