Homeخبرونهامریکا وايي، خلیلزاد د افغانستان په اړه د مسکو کنفرانس ته لېږي

امریکا وايي، خلیلزاد د افغانستان په اړه د مسکو کنفرانس ته لېږي

تاند(سې شنبه، د حوت۲۶) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبه) اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په کنفرانس کې ګډون کوي.

خلیلزاد، چې تېره اوونۍ په کابل کې له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د امریکا د سولې د نوې طرحې په اړه له خبرو وروسته دوحې ته تللی و، په قطر کې د طالبانو له استازو سره له خبرو وروسته پرون بېرته کابل ته راورسېد چې له افغان مشرانو سره د سولې پر هلوځلو خبرو ته دوام ورکړي.

خلیلزاد طالبانو ته د لنډمهالي حکومت په اړه د امریکا نوی وړاندیز وسپاره خو د طالبانو ویندوی محمد نعیم الجزیرې ته په یوه مرکه کې له لنډمهالي حکومت سره د طالبانو مخالفت اعلان کړ، ویې ویل چې د تېرو ۴۰ کلونو تجربو ښودلې چې دا ډول حکومتونه ناکام دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د ولسمشر جو بایډن د حکومت له لوري مسکو ته د خلیلزاد استول ښيي چې امریکا او روسیه، چې دواړه په افغانستان کې د یوه لنډمهال حکومت غوښتونکي دي، پر نورو مسلو له اختلافونو سره سره ممکن د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې همکارۍ ته تیار وي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندویې جالیانا پورټر خبریالانو ته وویل، د مسکو کنفرانس به د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره د ټولو نړیوالو هلوځلو ستاینه وکړي او تراوسه پورې په دې برخه کې د پرمختګ په اړه به د نړیوالې ټولنې اندېښنه منعکس کړي.

د رویټرز پر اساس د افغانستان حکومت او طالبانو موافقه کړې چې د مسکو په کنفرانس کې به ګډون وکړي.

دې کنفرانس ته چین او پاکستان هم بلل شوي دي.

امریکا هڅه کوي چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو تر ایستلو وړاندې په افغانستان کې پر سولې موافقه وشي.

ځینې لویدېځې سرچینې وايي، که امریکا ته داسې ښکاره شوه چې د مې تر لومړۍ پورې د افغانانو ترمنځ پر سولې جوړجاړی نه کېږي، ولسمشر بایډن ممکن د خپلو پاتې ځواکونو ایستل شاوخوا ۳ میاشتې نور وځنډوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...