ستا شباب ته مې زړه څومره په هوس و
داسې تېر شو، ته وا دا د خندا کړس و
هغه خال دې اوس جلوې د حسن نه کا
مقابل کې چې یې ستوري خار و خس و
اننګيو دې پېښې د ګل ونکړې
بایلولی دې سرو شونډو هغه وس و
چې د زلفو وریښمین شال کې دې راتاو کړم
بوسه نه غواړم همدومره لطف بس و
خال دې زنه باندې نقش و، ما ګڼله؛
ایسار شوی په ګبین کې تور مګس و
ما سلګیو ته هم ستا غیږه غوښتله
ما ساتلی په خوارۍ وروستی نفس و
قافله د عمر څومره لرې تللې
نادان زړه مې لا په تمه د جرس و
ازادۍ سره د مینې مې دا حال و
ما مات کړی آن د خپل سینې قفس و
میکائیل په هغه شپه په ژړا سر و
ویده شوی کوم یتیم په وږي نس و
ګلابونه یې پښو لاندې پایمال کړل
را ګډ شوی په باغچه مو وحشي اس و
چې مو چا پسې نیت کړی و، هغه هم
تازه کړی زموږ په وینو خپل اودس و
ستا د مخ په یاد ګلرخو چم کې ګرځي
دا دروغ ده چې ( نعمان) هم بوالهوس و
نعمان دوست،
۱۳۹۹/۱۲/۲۵