شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپر قطر د افغان سفیر انتقاد؛ د سولې خبرې دې په نورو...

پر قطر د افغان سفیر انتقاد؛ د سولې خبرې دې په نورو هیوادونو کې وشي

تاند(دوشنبه، د حوت۲۴) په دوحه کې د افغانستان سفیر وايي، د سولې خبرې دې، چې اوس په ټپه ولاړې دي، په نوبت په څو هیوادونو کې وشي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، افغان سفیر جاوید احمد پر قطر تور پورې کړ چې په افغانستان کې د تاوتریخوالو د کمولو لپاره پر طالبانو فشار نه راوړي.

د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د تېر کال د سپټمبر په ۱۲ خبرې پیل شوې خو عملاً هیڅ پرمختګ پکې نه دی شوی او اصلاً ډېر کم داسې شوي چې دواړه خواوې خبرو ته کښېنستي وي.

سفیر جاوید احمد وویل، خبرې باید یوازې په یوه ځای کې ونه شي، بلکې پکار ده چې په نورو ځایونو لکه اروپا، اسیا، منځني ختیځ او یا افغانستان کې هم وشي.

د ده په وینا، طالبان، چې په ۲۰۱۳ م کال یې په قطر کې دفتر پرانیست، په دې هیواد کې ډېر راضي دي.

«موږ له طالبانو غواړو چې له دې ارام ځایه راووځي. قطر کولی شوای چې د کوربه په توګه لا پرېکنده او فعال رول ولوبوي او دا ډله اورکم او اوربند ته وهڅوی.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د قطر حکومت وايي چې دوی د خبرو د کوربه توب په وسیله غواړي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي چې په نتیجه کې یې په دې هیواد کې سوله او امنیت راشي.

په همدې حال کې روسیې او ترکیې د افغانانو ترمنځ د خبرو کوربه توب ته تیاري ښودلې ده.

امریکا هم د قطر له خبرو نهیلې شوې او ترکیې ته یې ویلي چې د افغان مشرانو د سولې د هغسې خبرو کوربه توب په غاړه واخلي چې په دوه زرم کال کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته د جرمني په بون کې وشوې.

1 COMMENT

  1. PAKISTAN/QATAR /SAUDIA ARABIA ARE THREE SUPORTERS OF TALIBS.
    IRAN AND RUSSIA ARE IN THE SECOND STEP,
    SOME GROUPS OF MUJAHEEDIN HAVE CONNECTION WITH PAKISTAN
    THEY ARE ALSO PROBLEM FOR AFGHAN GOVERNMENT
    PAKISTAN GETTING ADVANCE FROM ALL GATES.
    AFGHAN GOVERNMENT IS QUIET ABOUT DIURAND LINE.
    PAKISTANI MILITANT SLOWLY GOING FORWARD IN AFGHAN LAND.AND MORE
    AFGHANS MUST WEAKUP AND BECOME UNITED AND FIND ONE HONEST LEADER.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب